د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو ځنډول شوی


د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو تر سره شو - انځور له ارشيفه
د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو تر سره شو - انځور له ارشيفه

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي ټاکنو دویم پړاو ځنډول شوی دی.

دا خبره د یاد کمېشن د خیبر پښتونخوا ویاند سهېل احمد نن مشال راډیو ته وکړه خو هغوی دا ونه ویل چې دا ټاکنې به اوس کله ترسره کېږي.

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو تر سره شو چې د غيرسرکاري او غيرحتمي نتیجو له مخې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف وروسته پاتې شوی او د اپوزیشن ګوندونو او ازادو کاندیدانو ترې میدان وړی دی.

ټاکل شوې وه چې په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو د مارچ پر ۲۷مه تر سره شي، چې د اوس لپاره وځنډول شو. چارواکي د دې خنډ لامل هلته په يوشمېر سيمو کې زياته يخني په ګوته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG