د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلینډ د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه


افغان لوبډله د انګلینډ لوبغاړي تر سوځېدو وروسته خوشالي کوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.
افغان لوبډله د انګلینډ لوبغاړي تر سوځېدو وروسته خوشالي کوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کشرو لوبغاړو د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د انګلینډ پروړاندې ماتې وخوړه.

د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ انګلینډ وکړ او په ۴۷ ټاکلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۲۳۲ منډو هدف ورکړ. په وېسټ انډیز کې روانه لوبه تر څه وخته د باران له وجې وځنډېده چې له کبله یې منتظمینو د اورونو شمېر له ۵۰ څخه ۴۷ ته ښکته کړ.

افغان لوبډلې په خپل وار چټک بیټېنګ وکړ او په پای کې بریا ته نېږدې شوې وه، خو په ۴۶ اوور کې یې درې لوبغاړي وسوځېدل او د سیالۍ تر پایه یې یوازې ۲۱۵ منډې وکړای شوې.

په دې توګه انګلینډ پایلوبې ته ووت او د فبرورۍ پر دویمه د اسټرالیا او هند د سیالۍ پایله به وښيي چې د شنبې یا خالي پر ورځ د نړیوال جام په فاینل کې به کومه لوبډله د انګلینډ پروړاندې لوبېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG