د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ناامني ولې زیاته شوې؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په بلوچستان کې د جنورۍ له ۲۶مې نه تر ۲۸مې نېټې پورې په درو وسله والو بریدونو کې تر ۱۵ پورې امنیتي اهلکار وژل شوي دي چې ذمه واري یې بیلا بیلو وسله والو ډلو پر غاړه اخیستې.

د جنورۍ پر ۲۸مه د بلوچستان په ډېره بګټي کې یوې بمي چاودنې لږ تر لږه څلور کسان ووژل او نهه نور یې ټپیان کړل. وژل شوي د لیویز او د امن ځواک غړي وو. د دې راپور تر بشپړیدو پورې د برید ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۲۷مه په چمن کې د ليویز ځواک يو حوالدار د تحریک طالبان پاکستان لخوا په یو برید کې وژل شوی وو. دا حمله تر هغې یوه ورځ وروسته وشوه چې د پاکستان د پوځ په وینا د سېشنبې او چارشنبې (جنورۍ ۲۵مې او ۲۶مې) په منځنۍ شپه د بلوچستان په کېچ ضلع کې د دوی پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو په بريد کې ۱۰ سرتيري ووژل شول.

بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه ګرځول شوې ډلې " بلوچستان لبرېشن فرنټ" د بريد ذمه واري منلې وه او د ۱۷ امنيتي سرتيرو د وژلو ادعا یې کړې وه.

شنوونکي او د مخالفو ګوندونو سیاستوالان په صوبه کې د نارکرارۍ د زیاتېدو وجوهات، د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د سولې ناکامه مذاکرات او په صوبه کې د بلوڅ بیلتون پالو ډلو فعالیتونه زیاتېدل بولي.

خبریال شهزاده ذوالفقار د جنورۍ پر ۲۹مه له مشال رېډیو سره په خبرو کې، د بلوچستان د روانو حالاتو په اړه وویل، دا یوازې د سږني کال خبره نه ده بلکې تېر کال هم په دغه صوبه کې زیات شمېر وسله والې حملې ریکارډ شوې. نوموړي وویل، د تحریک طالبان پاکستان او حکومت تر منځ په دا ورستیو کې د سولې د خبرو اترو د ناکامه کېدو تر څنګ په صوبه کې د کلونو راهیسې روان د بیلتون پالو فعالیتونه زیاتېدل هغه مهم علتونه دي چې په صوبه کې زیات شمېر وسله والې پېښې تر سترګو کېږي.

هغه وايي:

"د تېر کال شمېرې که تاسو راواخلئ نو په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۱ یا ۲۲ حملې شوې وې. که سږ کال وګورئ نو تر ۸۰ زیاتې پېښې شوي دي. په دې کې ټي ټي پي هم ذمه واري قبوله کړې ده. د دې دا مانا ده چې د حکومت او دغې ډلې تر منځ خبرې اترې بې مانا دي. پاتې شول بلوڅ بیلتون پال تنظمیونه، دوی خو له پیله لګیا دي او خپل فعالیتونه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت او د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې ترمینځ د سولې لپاره کوششونه هم روان دي چې تر اوسه کامیاب شوي نه دي. حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې د یوې میاشتې لپاره اوربندکړی وو. د ډېسېمبر په ۱۰مه تحريک طالبان پاکستان په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دوی اوربند نه غځوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د جنورۍ پر ۲۲مه په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې له تحریک طالبان پاکستان سره سوله ځکه ممکنه نه شوه چې هغوی ډېر سخت او د نه منلو وړ شرطونه وړاندې کول.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د مخالف ګوند، بلوچستان نیشنل پارټۍ غړي ثنا الله بلوڅ د جنورۍ پر ۲۹مه، مشال ریډيو ته وویل چې په بلوچستان کې د ناکرارۍ تر شا یو شمېر عوامل دي او د هغو مسلو د حل لپاره تر اوسه هیڅ حکومت په سنجیدګي سره کار نه دی کړی.

هغه وايي:

"یو خو بلوچستان د سیاست او جغرافیې له پلوه ډېره حساسه سیمه ده. بیا دا چې د بلوچستان ولس معاشي او معاشرتي مسلو ته د اسلام اباد لخوا هیچا توجه نه ده ورکړې. هلته غربت ډېر زیات دی او خلک یې بنیادي اسانتیاوې نه لري. بله دا چې په افغانستان کې د حالاتو له بدلیدو سره دلته هم د هغې اثرات پرېوځي. هلته وسله ډېره شوه او خلک هم ځي راځي. په بلوچستان کې یوه بله غټه مسله دا ده چې هلته داسې یو زیرک، لید لرونکی، ټول شموله او د ترقۍ پلوه حکومت تر اوسه نه دې راغلی چې په صوبه کې موجودې دغه بیمارۍ یاني د ټولنیزو مسلو او تشدد د له منځه وړلو لپاره کار وکړي."


خو د بلوچستان د پلان او پرمختګ وزیر، ظهور بلیدي د جنورۍ پر ۲۹مه مشال رېډيو ته وویل حکومت د دغو پېښو تر شا ورانکاري او د هغوی مقصد پېژني او د مخه نیولو لپاره له امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي.

هغه وايي:

"په بلوچستان کې چې کوم حالات دي او د ترهګرۍ کومې پېښې روانې دي، دا په اصل کې غیرملکي عناصر دي چې دوی استعمالوي او د بهرنیو هېوادونو ایجنسیانو په وینا دوی دا کار کوي. د هغوی بنیادي مقصد د دې هیواد او د بلوچستان تعمیر او ترقي مخنیوي کول او اړی ګړی پیدا کول دي. نو موجوده حکومت او امنیتي ادارې ټول په دې معامله کې متفق دي او انشاالله د بلوچستان ټولنه او د دې ځای ولس به یې جرړې وباسي او بهر به یې و غورځوي. اوس هغه وخت راغلی چې ولس نور دوی پیژني. دوی یوازي ترهګري کوي، خلک وژني. د دوی مقصد یوازې له بهره پيسې اخیستل او په اجرت باندې کار کول دي."

ظهور بلیدي وویل، د وفاقي او صوبايي حکومتونو دې طرفته ځانګړې پاملرنه ده چې په کومو سیمو کې د بدامنۍ واقعات کېږي، هلته د ولس د اسودګۍ لپاره کارونه وکړي. نوموړي زیاته کړه چې دوی دې ته ګوري چې دغو ډلو ته وسله او امداد له کومو خواوو را روان دي چې د مخنیوي لپاره یې حکومت تل کوششونه کوي.

په اسلام اباد کې د امنيت او امن په نوم څيړنيزې ادارې د جنورۍ پر شپږمه، د امنيتي پېښو په اړه په خپل کلني راپور کې ويلي ول چې تېر کال د ترهګرۍ په بريدونو کې ۴۲ فيصده اضافه شوې. د راپور له ارقامو سره سم په ۲۰۲۱ز کال کې ۲۰۷ بريدونه شوي وو چې په کې پنځه ځانمرګي حملې هم شاملې دي. په رپورټ کې ویل شوي چې په هغو بريدونو کې ۳۳۵ کسان وژل شوي وو چې د ۲۰۲۰ز کال د شمېرو په پرتله پکې ۵۲ فيصده اضافه شوې.

د راپور د شمېرو ترمخه بلوچستان تر ټولو ناکراره صوبه وه چرته چې تېر کال تر ټولو زيات ۱۷۰ کسان په ۱۰۳ بريدونو کې وژل شوي ول. د دې ترڅنګ په بلوچستان کې تر ټولو زيات کسان په وسله وال بريدونو کې ژوبل شوي هم وو.

XS
SM
MD
LG