د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: که روسیې پر اوکراین برید وکړ نو امریکا به پر پوتین بندیزونه ولګوي


د امريکا ولسمشر جو بايډن
د امريکا ولسمشر جو بايډن

د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي، که روسيه پر اوکراين بريد وکړي نو دی به پر روسي ولسمشر ولاديمير پوتين د شخصي بندېزونو لګولو په اړه غور وکړي.

دغه غېرمعمولي دړکه په داسې حال کې راغلې چې امريکا خپل پوځي اکمالات د اوکراين سرښار کييف ته انتقال کړي دي.

بايډن د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه خبريالانو ته وويل، که روس د اوکراین پولې ته نېږدې ځای پر ځای کړي شاوخوا يو لک یا تر دې هم له زیاتو سرتېرو سره اوکراين ته ننوځي، نو د هغه په وينا، دا به تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو لوی بريد وي.

کله چې له بايډن څخه پوښتنه وشوه چې ايا هغه به په غبرګون کې پخپله پر پوتين په مستقيم ډول بندېزونه لګوي، نو نوموړي زياته کړه چې هو، دی به دې ته کتنه کوي.

بايډن وويل چې هغه اوکراين ته دننه د امريکايي سرتېرو د لېږلو اراده نه لري، خو روس ته يې خبرداری ورکړ، که پر اوکراين د بريد امر وکړي نو پر دې هېواد به سخت بنديزونه ولګوي.

امريکا د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه کييف ته اضافي پوځي اکمالات ولېږل چې ټانک ضد توغندي، لانچر او نور پوځي سامانونه پکې شامل دي. بلخوا روس ويلي چې پر اوکراين د بريد پلان نه لري او په وينا يې دا کړکېچ ناټو او امريکا رامينځ ته کړی او ترينګلتيا زياتوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG