د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان - پاکستان تړون: د ۱۶ توکیو راکړه ورکړه به د ډالر پرځای په خپلو سیکو کوي


د پاکستان د ګمرکونو اداره وايي، له افغانستان سره یې د تازه مېوو په ګډون د ۱۶ شیانو کاروبار د دواړو هېوادونو په پیسو د کولو موافقه کړې ده.

د ګمرکونو ادارې پرون په تورخم کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي چارواکو او سوداګرو تر غونډې وروسته په بیان کې د هغو شیانو یادونه نه ده کړې چې اوس به یې تجارت د ډالرو پر ځای په روپیو او افغانیو کېږي. بیان البته وايي، طالب چارواکو او افغان سوداګرو له پاکستانه وغوښتل چې د بانک له لارې دې په امریکايي ډالرو د تجارت شرط ختم کړي او د دواړو هېوادونو په پیسو دې د کاروبار اسانتیا برابره کړي.

په بیان کې راغلي، د پاکستان د ګمرکونو یوه چارواکي محمد طیب له طالبانو سره ژمنه وکړه چې د بانکي نظام پر ځای په نغدو پیسو د سوداګرۍ په اړه به له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره مشوره وکړي.

طالبانو د پاکستان د ګمرکونو د ادارې د بیان په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ډایریکټر زاهدالله شینواری مشال رېډیو ته وایي، د ډالرو د ورکړې راکړې د نوې پالیسۍ له امله پر دوه اړخیزه کاروبار ډېر اثر پرېوتی دی. د ده په خبره: '' که یو سوداګر مال پېري یا پلوري نو د روپو ورکړه راکړه به پکې کېږي نو په دې کې ستونزه راغلې ده، چې افغانستان نه کومې روپۍ پاکستان ته راځي نو سټیټ بانک ورته ډېر سخت شرطونه ایښي دي، دا وس چې یې کومو څيزونو ته اجازه ورکړه چې د دې کاروبار به په ځایي کرنسۍ کې وي یا لږه ډېره نرمي به راولي نو د دې داسې لویه ګټه تر هغې نشته چې دغه ستونزه په مستقله توګه نه وي هواره شوې او که داسې پالیسۍ برقرار وي نو د پاکستان او افغانستان ترمينځ به ورسره دوه طرفه تجارت نور هم راکم شي.''

پروسږ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد د بانکي نظام چارې ټکنۍ شوې دي چې له وجې یې نړیواله سوداګري اغېزمنه شوې ده. له دې پرته، په تېرو څه د پاسه درو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ دوه اړخیزه تجارت هم په دوامداره توګه کم شوی دی.

د دواړو خواوو د سوداګرۍ ګډې خونې د پاکستان له لوري پر پوله د تګ راتګ لپاره د سفري اسنادو لازمي کول، د کاروباري شرطونو سختول او بیا په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا مخنیوي لپاره محدودیتونه د دوه اړخیزه تجارت د کمېدو مهم لاملونه یادوي. خو اسلام اباد وايي، نه یوازې پر تورخم بلکې له نورو لارو یې هم له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG