د لاسرسي ځای

تازه خبر

روغتیا نړیوال سازمان: کووېډ-۱۹ جهاني وبا لاهم ختمېدو ته نږدې نه ده


د روغتیا نړیوال سازمان وايي، غطلي مه کوئ، اومیکرون په روغتونونو کې د ناروغانو داخلېدو او د مړینې سبب کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، غطلي مه کوئ، اومیکرون په روغتونونو کې د ناروغانو داخلېدو او د مړینې سبب کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیو اېچ او) مشر وايي،د کووېډ-۱۹ جهاني وبا ختمېدو ته بېخي نېږدې نه ده.

تېدروس ایدهانوم ګیبریېسس دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د کورونا وایرس اومیکرون بڼې په تېزۍ سره د خپرېدو له امله د کووېډ-۱۹ ناروغۍ زیات شمېر کېسونه مخې ته را روان دي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۸مه د اومیکرون په اړه د هغه تاثر په هکله خبرداری ورکړ چې ګواکې خطر یې ځکه کم وي چې د کورونا وایرس د نورو بڼو پرتله خلک نسبتاً کم ناروغه کوي.

په جنیوا کې د روغتیا نړیوالې ادارې مرکز کې نوموړي خبریالانو ته وویل چې اومیکرون ښايي په اوسط ډول ډېر شدت نه لري خو دا خبره غولوونکې ده چې ګواکې دا بڼه معتدله ناروغي رامنځ ته کوي.

نوموړي زیاته کړه" تېروځی مه کوئ، اومیکرون په روغتونونو کې د ناروغانو داخلېدو او د مړینې سبب کېږي، ان تر دې چې لږ ډول کم شدید کېسونه هم پر روغتیايي سهولتونو فشار اچوي."

دا مهال په ډېره تېزۍ سره خپرېدونکې اومیکرون بڼه د نړۍ په زیاترو برخو کې غالبه ده او له برازیله نیولې تر فرانس یې ریکارډ کېسونه مخې ته راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG