د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي


د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې اومېکرون بڼه د پخوانیو هغو پرتله په تېزۍ خپرېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې اومېکرون بڼه د پخوانیو هغو پرتله په تېزۍ خپرېږي.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۷۶۷۸ تازه پېښې ثبت شوې دي چې ورسره په ۲۰۲۰ز کال کې په هغه هېواد کې د وبا له پیل راهیسې د پېښو رسمي شمېر له دیارلس نیم لکه اوښتی دی.

د کورونا وایرس په اړه حکومتي ووبپاڼې د جنورۍ پر ۲۱مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه ۲۳ کسان مړه شوي دي.

له دې سره په هغه هېواد کې له ناروغۍ څخه د مړو شویو رسمي شمېر تر ۲۹۰۰۰ لوړ شوی دی. ووبپاڼه زیاتوي چې د جنورۍ تر ۲۱مې تر ۱۲ لکه او ۶۶۰۰۰ زیات کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

د جنورۍ له لومړۍ اوونۍ راهیسې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر فواد چودري د جنورۍ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د هېواد په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د کورونا وایرس د نوې اومېکرون بڼې له وجې پېښې په زیاتېدو دي.

د روغتیا ملي مرکز (اېن ای اېچ) د ډېسېمبر په پای کې په هغه هېواد کې د اومېکرون لسګونه پېښې تایید کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې اومېکرون بڼه د پخوانیو هغو پرتله په تېزۍ خپرېږي.

د کورونا وایرس دا نوې بڼه لومړۍ د تېر کال په نومبر کې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG