د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: مسکو دې د خپل نفوذ په کارولو ایران د خبرو مېز ته راولي


بلېنکین پر روسیې ټينګار وکړ چې پر ايران د خپل نفوذ په کارولو سره د تهران مشرتابه ژر د خبرو مېز ته راولي.
بلېنکین پر روسیې ټينګار وکړ چې پر ايران د خپل نفوذ په کارولو سره د تهران مشرتابه ژر د خبرو مېز ته راولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د جنورۍ پر ۲۱مه په کتنه کې یې د ایران اټومي موافقې د راژوندي کولو په هدف پر نړیوالو هڅو خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې باب د وخت تېرېدو او د مذاکراتو يوې بريالۍ نتيجې ته د نه رسېدو په اړه اندېښنې دي.

بلېنکین د جنورۍ پر ۲۱مه په جنیوا کې له لاوروف سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې د دې موافقې د راژوندي کولو لپاره سفارتي هڅې یو مثال دی چې ګواکې واشنګټن او مسکو کولای شي پر امنیتي مسایلو په ګډه کار وکړي.

بلېنکن خپل خبرداری تکرار کړ چې د موافقې د ژغورلو او یوې بريالۍ نتیجې ته د رسېدو لپاره د مذاکراتو یوه ډېره لنډ مهاله موقع پاته ده.

نوموړي پر روسیې ټينګار وکړ چې پر ايران د خپل نفوذ په کارولو سره دې د تهران مشرتابه ژر د خبرو مېز ته راولي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې امريکا له دې تړونه ووېسته او ویې ویل چې خبرو ته اړتيا ده او له سره بيا پرې خبرې وشي. د دې ترڅنګ پر ايران يې بنديزونه لګول هم پيل کړل.

ايران د دې په ځواب کې د يورانیمو غني کولو سره له دغه تړونه سرغړونه پیل کړه. وروسته د هغه موافقې د خوندي ساتلو لپاره کوښښونه روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG