د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: هره اوونۍ مو په افغانستان کې يو ميليارډ ډالر لګښت راتلی


کندهار کې امریکايي سرتېري د سړکغاړې بمي چاودنه کې ژوبل خپل ملګری اوچتوي. ۲۰۱۰ز کال
کندهار کې امریکايي سرتېري د سړکغاړې بمي چاودنه کې ژوبل خپل ملګری اوچتوي. ۲۰۱۰ز کال

د امریکا ولسمشر جو بایډن يوځل بیا ويلي، که يې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ايستلي نه وای، نو بايد نېږدې تر ۴۰ زره پورې نور سرتېري يې هغه هېواد ته وراستولي واى.

دا څرګندونې نوموړي د جنورۍ پر ۱۹مه په سپینه مانۍ کې د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ کلیزې په ترڅ کې خبریالانو ته په وینا کې کولې.

دی زیاتوي:"شل کاله وروسته له افغانستانه وتل اسانه نه دي، هر کله چې وغواړئ امکان نه لري، خو زه د هغه څه له امله چې ترسره مې کړل بښنه نه غواړم. "

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

جوبايډن يوځل بيا له افغانستانه د وتلو په تړاو د خپلې پرېکړې دفاع کړې او وايي، افغانستان د یو پیاوړي دلیل له مخې د امپراتوریو هدیره ده او هېچا دا هېواد د يوه حکومت تر چتر لاندې، يو موټى کولى نه شواى.

د سپينې ماڼۍ په دې خبرې ناسته کې بایډن وويل، دوى هره اوونۍ افغانستان کې يو ميليارډ ډالر لګول.

نوموړي وویل:"موږ په افغانستان کې شل کاله هره اوونۍ یو میلیارد ډالر لګول، هر څوک چې فکر کوي چې کوم چا د دې وړتیا لرله چې افغانستان په یو حکومت کې سره راټول کړي نو لاس دې پورته کړي. افغانستان د یوه پیاوړي دلیل له مخې د امپراتوریو هدیره ده او یو موټي کېدو ته جوړ نه دی، ځکه نو پوښتنه دا وه چې ایا زه په افغانستان کې هره اوونۍ دغومره پیسو لګولو ته دوام ورکوم هغه هم په داسې حال کې چې پوهېدو چې د بریالیتوب لپاره باید زموږ پوځیان ووژل شي او موږ یې جسدونه بېرته هېواد ته واستوو، که نه نو بریالیتوب ناشونی وو. "

د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه په افغانستان کې تر ۲۰ کلن شتون وروسته د ۲۰۲۱ز کال د اګست میاشتې په پای کې له افغانستانه ووتل.

که څه هم په نړیواله کچه د ناټو ځواکونو دا ماموریت تر پوښتنې لاندې دی، خو امریکا له افغانستانه د وتلو او دا شان د وتلو پروګرام د څېړلو لپاره کمېټه ټاکلې، چې په افغانستان کې دوی بریالي وو او که نه؟

پر اوکراين بريد به د روس لپاره ويجاړونکی وي

ولسمشر بايدڼ د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ کلیزې په مناسبت، په دې يوه هر اړخيزه خبري غونډه کې د روسیې او اوکراین ترمینځ وروستۍ ترینګلتیا ته په کتو وویل، که روس پر اوکراين پوځي عمليات وکړي نو له سختو اقتصادي پايلو سره به مخامخ شي. نوموړی پوره ډاډه نه دی چې پوتين به څه وکړي خو د هغه په وينا فکر کوي چې نوموړی به خامخا يو څه وکړي.

بايډن وويل چې پر اوکراين بريد به د روس لپاره ويجاړونکی وي چې د مسکو لپاره به لوی اقتصادي، بشري او سياسي زیان ولري.

روسیې د اوکراین پولې ته نېږدې لسګونه زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي او غربي هېوادونه وېره لري چې ښايي دا کار د ممکنه یرغل تیاری وي.

خو مسکو دا تورونه ردوي او وايي، پر ګاونډي هېواد اوکراین د حملې نیت نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG