د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: امریکا له افغانستان د ترهګرۍ هر ممکنه ګواښ په نښه کولای شي


ارشیف، یو تن امریکايي سرتیری
ارشیف، یو تن امریکايي سرتیری

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، له افغانستانه د هر ډول ممکنه ګواښ د ورپېښېدو د دفاع لپاره چمتو دي.

د نوموړي په وینا، دوی له افغانستانه بهر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپلې وړتیاوې او صلاحتیونه لري چې د اړتیا پر مهال ترې د امریکا د ملي ګټو دفاع وکړل شي.

بایډن دا خبره "د جګړې اختیاراتو" تر عنوان لاندې د امریکا سېنېټ او استازو جرګې مشرانو ته په لېږلي راپور کې کړې ده.

ولسمشر بایډن ویلي: "د ۲۰۲۱ ز کال د اپریل پر ۱۴مه نېټه مې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو امر وکړ. دا بهیر د ۲۰۲۱ ز کال د اګست تر ۳۱مې نېټې بشپړ شو." د نوموړي په وینا امریکا له افغانستانه بهر د ترهګرۍ ضد وړتیاوې لري او که یې له هغه هېواده ملي ګټې ګواښل کېږي،دوی به یې په نښه کړي.''

د امریکا او طالبانو ترمینځ په دوحه کې د شوې هوکړې یوه برخه همدا ده چې طالبان به په افغانستان کې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کوي او د القاعده په ګډون له نړیوالو ترهګرو ډلو سره به اړیکې شلوي.

د طالبانو حکومت وايي، د دوی له واکمنېدو پس، له افغانستانه نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ پای ته رسېدلی دی.

د طالبانو تر واکمنېدو پس چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمینځ دوې رسمي غونډو وشوې، په هغو کې د امریکايي پلاوي د بحث یوه مهمه موضوع همدا وه چې طالبان باید له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یوځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع کړې او وايي، د یوې اوږدې جګړې له پای وروسته یې هېواد کولی شي په نورو موضوعاتو تمرکز وکړي.

بلېنکن له وال سټریټ ژورنال سره په مرکه کې ویلي، د امریکا د تاریخ تر ټولو د اوږدې جګړې پای ته رسول او دا ډاډ ترلاسه کول چې دوی د امریکا درېیم نسل هم د جګړې او وژلو لپاره افغانستان ته نه لېږي، دا په خپله د نورو ننګونو په اړه تمرکز او سرچینو ته لار پرانیزي.

هغه زیاته کړې: "هغه څه چې موږ د نورو هېوادونو په اړه پوهېږو چې کېدای شي زموږ لپاره ننګونې هم جوړې کړې، دا دي چې د دوی لپاره بده نه وه چې موږ د پينځو یا هم لسو نورو کلونو لپاره افغانستان کې پاتې شوو. په داسې یو وخت کې موږ تر ټولو یوه اوږده جګړه پای ته ورسوله او اوس کولی شو په نورو شیانو تمرکزو وکړو. "

د طالبانو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال احمد الله وثیق ازادي راډیو ته ویلي دي، دوی چې کومې ژمنې کړي، پر هغه ولاړ دی او وعده کوي چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هېوادونو او د امریکا په ګډون د سیمې هېوادونو او د نړۍ پرضد نه کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG