د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وزیرستان کې تر برید وروسته پوځ پر عام ولس تشدد کوي: پښتین


اجتماعي سزا ګانې به د ایف سي ار قانون له مخې ورکول کېدې خو قبایلي ضلعې اوس د خیبر پښتونخوا برخه دي او هلته د پاکستان عام قانون غځېدلی دی.
اجتماعي سزا ګانې به د ایف سي ار قانون له مخې ورکول کېدې خو قبایلي ضلعې اوس د خیبر پښتونخوا برخه دي او هلته د پاکستان عام قانون غځېدلی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، د پاکستان پوځ په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو تر بریدونو وروسته پر عام او بېګناه ولس تشدد کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اکتوبر پر ۱۰مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د ایف سي ار قانون په څېر اجتماعي سزاګانې په دې وروستیو کې ډېرې زیاتې شوې دي.

نوموړي وویل، تېره میاشت د جنوبي وزیرستان په شکتوي کې تر وسله وال برید وروسته پر عام ولس تشدد وشو او له هغه راهسې دا لړۍ تونده شوې ده.

ده وویل، "د شمالي وزیرستان په خیسور علاقه کې هم تر یو ناخوښه پېښې وروسته دوي پر عامو خلکو تشدد کړی وو، د یوه کور نهه تنه یې وړي وو او د هغوي یوه خور وه او بیا یې ځانوژنه کړې وه، بیا یې په بویه محمد خېل کې تر یو پېښې وروسته عام ولس وهلی ټکولی وو او پرون (د اکتوبر پر نهمه) په روغه منظرخېلو کې تر یو ناخوښه پېښې وروسته دوي پر عام ولس تشدد وکړ او هغوي یې ونیول."

منظور پښتین وویل پوځ باید د وسله والو د بریدونو سزا عام ولس ته ورنکړي او د ده په وینا، هلته تر ناخوښو پېښو وروسته د عام ولس پر تګ راتګ بندیز ونه لګوي.

اجتماعي سزا ګانې به د ایف سي ار قانون له مخې ورکول کېدې خو قبایلي ضلعې اوس د خیبر پښتونخوا برخه دي او هلته د پاکستان عام قانون غځېدلی دی.

د دې سیمو ټاکل شوي استازي اوس د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د خپل ولس استازیتوب کوي.

د شمالي وزیرستان استازي میرکلام وزیر مشال راډیو ته وویل چې که څه هم قبایلي ضلعو ته د پاکستان قانون غځېدلی دی خو عمل نه ورباندې کېږي.

ده وویل چې په صوبايي اسمبلۍ کې یې هم په دې اړه غږ پورته کړی دی چې په قبایلي سیمو کې دې دې هم له خلکو سره داسې چلند وشي لکه د پاکستان په نورو سیمو کې چې له ولس سره کېږي.

میرکلام وویل، "په وزیرستان کې اوس هم د اجتماعي زمه وارۍ پر طرز پېښې هره ورځ رامنځ ته کېږي او اوس هم هغه څه روان دي چې تر ایف سي ار لاندې کېدل."

میر کلام وزیر وویل چې خلک ورځ تر بلې له داسې حالات تنګېږي او د ده په وینا، که د دې حالاتو په نتیجه کې هر څه پېښ شو نو زمه واري به یې د ریاست پر غاړه وي.

د وزیرستان پر حالاتو نظر لرونکی ځايي خبریال صفدر داوړ وايي چې هلته خلک اوس داسې ګڼي چې په خیبر پښتونخوا تر ګډېدو وروسته یې حالت نور هم خراب شوی دی.

ده وویل، هلته خلکو د دې پرضد احتجاجونه هم کړي دي خو لا هم کمی پکې نه دی راغلی.

صفدر داوړ زیاته کړه، "چې کله د پوځ پر کاروان برید وشي یا چاودنه وشي نو دوي په غبرګون کې د اجتماعي زمه وارۍ په څېر عمل کوي ، پر خلکو تشدد کوي او له دې څخه هلته نفرت خپرېږي."

په دې اړه مو د خیبر پښتونخوا له یو شمېر صوبايي وزیرانو سره په وار وار رابه وکړه خو هغوي ټلیفون پورته نکړ.

خو له جنوبي وزیرستان څخه د واکمن تحریک انصاف د اسمبلۍ غړي نصیرالله خان مشال راډیو ته وویل، دا د حکومت یا پوځ تګلاره نده چې عام ولس وځوروي.

د ده په وینا، کله نا کله تر بریدونو وروسته نامناسب چلند کېږي او هغه هم د ده په وینا، پر موقع موجود ټیټ ربطه امنیتي چارواکي کوي.

ده وویل، "یوه واقعه شوې وه د مسیدو په سیمه کې او هغه هم پر ټیټه کچه د عسکرو له خوا یو غیر زمه واره غوندې یو عمل شوی وو، بیا پر هغه جرګه وشوه او وه ویل شو چې بیا به داسې نه کېږي."

ده زیاته کړه چې د پولیسو روزنه او د هغوي لپاره د مناسبو وسایلو بندوبست روان دی او په دې کې به وخت لګېږي چې هر څه پولیس سمبال کړي.

نصیرالله خان وویل ، قبایلي سیمې چې په خیبر پښتونخوا کې شاملې شوې دي‌ نو حالات هم پکې ترپخوا ښه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو او پوځ ترمنځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG