د لاسرسي ځای

تازه خبر

سره روغه: د پيپلز ګوند یو فعال نجیب الله مسید ووژل شو


په قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې، د ډېسېمبر پر ۲۵مه، د پاکستان پیپلز ګوند یو غړی نجیب الله مسید د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

د پولیسو ځايي مشر خانزېب مومند مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه په سره روغه سیمه کې مخې ته راغلې ده. نوموړي زیاته کړه چې پولیسو د پېښې پلټنې شروع کړې دي خو تر اوسه څوک نه دی نیول شوی.

تر دې مهاله پر نجیب الله مسید د برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې.

په قبایلي ضلعو کې تر دې وړاندې هم په ورته ډول مدني او سیاسي فعالان د نامعلومو وسله والو لخوا په نخښه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG