د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد او شمالي وزیرستان کې وسله والو بریدوندونو دوه پولیسوال وژلي


پولیسو په یو بیان کې ویلي چې تر برید وروسته نښته پیل شوه او دواړه برید کوونکي یې هم وژلي دي.
پولیسو په یو بیان کې ویلي چې تر برید وروسته نښته پیل شوه او دواړه برید کوونکي یې هم وژلي دي.

په اسلام اباد کې د جنورۍ پر ۱۷مه دوو وسله والو پر امنیتي پوستې برید کړی چې پکې یو پولیس افسر وژل شوی دی.

پولیسو په یو بیان کې ویلي چې تر برید وروسته نښته پیل شوه او دواړه بریدګر یې هم وژلي دي.

بیان زیاتوي، دې کسانو هغه مهال ډزې پیل کړې چې پولیسو یې د موټرسایکل د درولو هڅه وکړه.

چارواکي وايي، په پېښه کې دوه نور پولیس ټپیان شوي هم دي چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د جنورۍ پر ۱۸مه، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دا یوه ترهګریزه حمله وه. د برید ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د پاکستان د نورو سیمو په نسبت په اسلام اباد کې پر امنیتي ځواکونو کم بریدونه کېږي خو د دې ښار ځینو اوسېدونکو مشال رېډیو ته ویلي چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د پلازمېنې په ګڼو سیمو کې پر سړکونو د غلا او د موبایل تښتولو پېښې زیاتې شوې دي.

بلخوا د شمالي وزیرستان امنیتي چارواکي وايي، په میرلي کې د جنورۍ پر ۱۷مه وسله والو یو پولیس وژلی او دوه یې ټپیان کړي دي.

د پولیسو مشر عقیق حسین د جنورۍ پر ۱۸مه مشال رېډیو ته وویل چې وسله والو د میرلي په هرمز سیمه کې هغه مهال د پولیسو پر موټر برید وکړ چې له بنو شمالي وزیرستان ته پر لاره و. د برید ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر اتمه هم د شمالي وزرستان په میرلي بازار کې د وسله والو په یو بريد کې يو پوليس سرتیری وژل شوی و.

په شمالي وزيرستان کې په روان ۲۰۲۲ز کال کې دا دوهم هدفي برید دی. هلته تېر ۲۰۲۱ز کال کې ۶۳ هدفي بریدونه شوي ول چې له ۷۰ زیات ځايي مشران، ځوانان او سرکاري اهلکاران پکې وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG