د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټېکساس پېښه: برتانیا په پلټنو کې له امریکا سره همکاري کوي


د جنورۍ پر ۱۶مه د ټېکساس ایالت په کولېوېل کې پولیسو له عبادتځای سره نېږدې لارې تړلې وې.
د جنورۍ پر ۱۶مه د ټېکساس ایالت په کولېوېل کې پولیسو له عبادتځای سره نېږدې لارې تړلې وې.

د برتانیا د ترهګرۍ ضد چارواکو تر هغې وروسته له امریکايي چارواکو سره په قضیه کې همکاري پیل کړې چې د امریکا په ټېکساس ایالت کې د یهودانو پر کنیسې (عبادتخانې) د یوشمېر کسانو د یرغمل کوونکي پېژندګلوي وشوه.

هغه سړی ۴۴ کلن وو، ملک فیصل اکرم نومېږي او برتانیوی وګړی وو.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د جنورۍ ۱۵مې پېښه ترهګري بللې. پر هغه ورځ د ټېکساس له ډیلس ښار سره نېږدې په کولېوېل سیمه کې یو کس دیهودانو په عبادتځای کې څلور کسان تر شاوخوا ۱۰ ګېنټو یرغمل کړي ول.

وروسته د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې (اېف بي ای) کارکوونکي عبادتځای ته ننوتل او د هغه کس په وژلو یې څلورواړه یرغمل شوي کسان روغ رمټ راخوشې کړل.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې یرغمل کوونکی د هغه هېواد وګړی وو.

د برتانیې پولیس وايي، د ترهګرۍ ضد چارواکي په دې لړ کې له خپلو امریکايي همکارانو سره په رابطه کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG