د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: په ټیکساس کې هغه کس وژلی شوی چې خلک یې یرغمل کړي وو


د امریکا په ټیکساس ریاست کې تر دې وړاندې هم د ناتاره ډزو په پېښو کې ګڼ شمېر خلک وژل شوي دي.
د امریکا په ټیکساس ریاست کې تر دې وړاندې هم د ناتاره ډزو په پېښو کې ګڼ شمېر خلک وژل شوي دي.

د امریکا د ټيکساس ریاست د یهودیانو په يوه عبادت خانه کې د يو مشکوکه کس تر وژل کېدو وروسته هلته ګير ټول کسان ژغورل شوي دي.

د ټيکساس ریاست ګورنر ګريګ ابوټ اعلان کړی چې د کوليويل سیمې په بيت اسرايیل عبادت خانه کې ټول څلور واړه هغه کسان ژوندي او خوندي ژغورل شوي چې د رپورټونو له مخې یو کس یرغمل کړي وو.

ویل کېږي چې دې کس له القاعده ډلې سره په تړاو په امریکا کې د بندي يوې پاکستانۍ ښځې عافيه صديقي د خوشي کولو غوښته کوله.

د کوليويل د پوليسو مشر مايکل ميلر يوې خبري غوندې ته وويل چې د دې کسانو یرغمل کونکی کس يې وژلی دی.

پوليس دې عبادت خانې ته تر يو ټليفون وروسته د سهار پر ۲۰ منټه کم ۱۱ بجې ورغلل چې هلته د مذهبي شبات رسم روان وو او پر فيس بوک پاڼه نيغ په نيغه ښودل کيدی.


د رپورټونو له مخې د فيسبوک په دغه نيغ په نيغه نشریاتو کې د يو کس لوړ اواز اوريدل کيږي چې پکې د پاکستانۍ ساينسپوهې عافيه صديقي د خوشي کولو غوښتنه کوي.

عافيه صديقي ته په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د وژنې په جرم د قيد سزا اورول شوې ده.

عافيه صديقي دا مهال د ټيکساس ریاست په يو وفاقي زندان کې د ۸۶ اتیا کاله بند سزا تيروي.

د امریکا وفاقي تحقيقاتي ادارې ايف بي اي له عافيه صديقي سره د دې کس د تړاو په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.

د دې قضيي لپاره د ایف بي اي مشر ميټ ډيسارنو يوې خبري غوندې ته ويلي چې په سمدستي توګه داسې کومې نښې نشته چې ګوندې د دې کس کوم لوی سازش سره تړاو دی.

خو نوموړي زیاته کړې چې اداره به يې په پلټنو کې نړيوالې کچې ته هم رسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG