د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې او غرب ترمینځ د خبرو درېیم پړاو بې له نتیجې پای ته رسېدلی


لویدیز هېوادونه اندېښنه لري چې د اوکراین له پولې سره نېږدې د روسیو سرتېرو ځای پر ځای کېدل ښايي د یرغل مقدمه وي.
لویدیز هېوادونه اندېښنه لري چې د اوکراین له پولې سره نېږدې د روسیو سرتېرو ځای پر ځای کېدل ښايي د یرغل مقدمه وي.

د روسیې او غرب ترمینځ د ترینګلتیا ختمولو لپاره په یوه اوونۍ کې د خبرو درېیم پړاو بې له نتیجې پای ته رسېدلی دی.

د سختو ډېپلوماټیکو بحثونو او ملاقاتونو پر مهال د لوی امنیتي بحران د مخنیوي هڅې کېدې خو یوه خوا هم له خپل اصلي دریځه وا نه ووښته.

ډېپلوماټانو د جنورۍ پر ۱۳مه په ویانا کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په غونډه کې د مهم پرمختګ په اړه څه و نه ویل.

لوېدیز هېوادونه اندېښنه لري چې د اوکراین له پولې سره نېږدې د روسیو سرتېرو ځای پر ځای کېدل ښايي د یرغل مقدمه وي.

خو مسکو وايي، پر اوکراین د حملې نیت نه لري. د ۵۷ غړو هېوادونو د سازمان د یو کلنې مشرۍ پیلولو پرمهال د پولینډ د بهرنیو چارو وزیر زبېګنیف راو وویل، داسې برېښي چې د تېرو ۳۰ کلونو په موده کې د پخوا پرتله اوسمهال د جګړې خطر زیات شوی دی.

مسکو د ختیځ لوري ته د ناټو اېتلاف د غځېدو درولو په ګډون په اروپا کې یوشمېر امنیتي ضمانتونه غواړي.

غربي چارواکي وايي، د روسیې جنګي بیانیه او له اوکراین سره پر پوله د سرتېرو ځای پر ځای کول پر امریکا او د هغه هېواد پر اروپايي ملګرو د فشار هڅې دي چې هغوی د کرېملېن غوښتنې منلو ته اړ باسي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د امریکا سفیر وايي، غرب باید د مسکو له لوري د رسوايۍ هڅو ته تسلیم نه شي او هېڅکله د تېري او ګواښونو له وجې غوښتنې و نه مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG