د لاسرسي ځای

تازه خبر

بايډن: پر اوکراين به د بريد په غبرګون کې پر روسيې سخت بندېزونه ولګوو


امریکايي ولسمشر جو بایډن په داسې حال کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتینه د زیاتې شوې ترینګلتیا د کمولو غوښتنه کړې چې روسیې له اوکراین سره پولې ته نېږدې خپل سرتېري ځای پر ځای کړي او کرېملېن له ناټو څخه پراخ امنیتي ضمانتونه غواړي.

بایډن د ډېسېمبر پر ۳۰مه، د ډېپلوماټیکو هڅو د پیاوړتیا په موخه له پوتین سره ۵۰ منټه ټېلېفوني خبرې وکړې. د امریکايي حکومت یوه لوړپوړي چارواکي چې د حساسو ډېپلوماټیکو موضوعاتو په اړه یې د نوم نه ښوولو په شرط خبرې کولې، خبریالانو ته وویل چې دواړو مشرانو راتلونکې میاشت درو غونډو ته د زمینې برابرولو لپاره ((جدي او جامع)) خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې امریکايي او روسي چارواکي د جنورۍ پر نهمه او ۱۰مه په جینیوا کې د ستراتیژیکي ثبات د مکالمې په چوکاټ کې د وسلو پر کنټرول او د اوکراین پر سر د زیاتېدونکې ترینګلتیا په اړه وغږېږي.

تر دې وروسته به د جنورۍ پر ۱۲مه د روسیې او د ناټو شورا غونډه کېږي او په بله ورځ به په ویانا کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په چوکاټ کې یوه غونډه جوړېږي. امریکا، د هغه هېواد اروپايي ملګري، اوکراین او روسیه د هغه سازمان غړي دي.

روسیې روانه میاشت په داسې حال کې له ناټو څخه د پراخو امنیتي ضمانتونو غوښتنه وکړه چې د اوکراین پولې ته نېږدې یې شاوخوا یو لک سرتېري ځای پر ځای کړل. له دې کار سره پر اوکراین د حملې وېره پیدا شوه او ډېپلوماټيکې هڅې ګړندۍ شوې.

پوتین تېره اوونۍ له غربه وغوښتل چې ((سمدستي)) دې هغه ضمانتونه ورکړي. د بایډن حکومت وايي، د روسیې ځینې غوښتنې ورته د ((منلو وړ نه دي.)) خو واشنګټن اشاره ورکړې چې د وسلو کنټرول، د پوځي ځواکونو د تمرینونو او په ختیځ اوکراین کې د شخړې په ګډون د مسکو پر ځینو غوښتنو خبرې ښايي نتیجه ورکړي.

بایډن د ډېسېمبر پر ۳۰مه، ټېلېفوني خبرو کې یو ځل بیا وویل چې امریکا او ملګري به یې پر اوکراین د برید په ځواب کې پر روسیې سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي او ناټو به په ختیزې او مرکزي اروپا کې خپل حضور لا پراخه کړي. مسکو وايي، پر اوکراین د یرغل نیت نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG