د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او جرمني د اوکراین پولې ته نېږدې د روسیو پوځیانو ځای پر ځای کېدل غندلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د جنورۍ پر پینځمه په واشنګټن کې له خپلې جرمنۍ سیالې انالینا بایربوک سره ولیدل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د جنورۍ پر پینځمه په واشنګټن کې له خپلې جرمنۍ سیالې انالینا بایربوک سره ولیدل.

امریکا او جرمني د اوکراین پولې ته نېږدې د ګڼو روسیو پوځیانو ځای پر ځای کېدل غندلي او وايي، دا د اروپا د امنیت او ثبات لپاره یو "سمدستي او بیړنی چیلېنج" دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن او د هغه جرمنۍ سیالې انالینا بایربوک د جنورۍ پر پینځمه په واشنګټن کې تر یوې غونډې وروسته وویل، د روسیې له لوري هر ډول مداخله به "جدي پایلې" ولري.

بلېنکن روسیې ته ګواښ وکړ چې د پوځي اقداماتو زیاتېدو په صورت کې به له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ شي. نوموړي وویل، دا د هغو د ملګرو، متحدانو او ډېریو هېوادونو ګډ دریځ دی چې په بېلابېلو ګروپونو او ډلو کې سره ورغونډ شوي دي.

روسیې د اوکراین پولې ته نېږدې لسګونه زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي او غربي هېوادونه وېره لري چې ښايي دا کار د ممکنه یرغل تیاری وي.

خو مسکو دا تورونه ردوي او وايي، پر ګاونډي هېواد اوکراین د حملې نیت نه لري.

روسیې له امریکا او ناټو څخه غوښتي چې په سیمه کې دې ورته امنیتي ضمانتونه ورکړي. مسکو په ډېسېمبر کې له غربه وغوښتل چې "سمدستي" دې هغه ضمانتونه ورکړي. خو امریکايي حکومت وايي، د روسیې ځینې غوښتنې ورته د "منلو وړ نه دي." البته واشنګټن اشاره ورکړې چې د وسلو کنټرول، د پوځي ځواکونو د تمرینونو او په ختیځ اوکراین کې د شخړې په ګډون د مسکو پر ځینو غوښتنو خبرې ښايي نتیجه ورکړي.

د امریکا او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو تر هغې مخکې ملاقات کړی دی چې ټاکل شوې د امریکا او روسیې چارواکي د جنورۍ پر نهمه او ۱۰مه په جینیوا کې سره وګوري. اخوا د جنورۍ پر ۱۲مه د ناټو او روسیې د شورا چارواکو غونډه هم کېدونکې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG