د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جرمني او بلغاریا کې د کورونا وایرس پېښې بیا زیاتې شوې


د جرمني د صحت چارواکو ۸۰ زره ۴۳۰ د کورونا نوي مثبت کېسونه رپورټ کړي دي. انځور- ارشیف
د جرمني د صحت چارواکو ۸۰ زره ۴۳۰ د کورونا نوي مثبت کېسونه رپورټ کړي دي. انځور- ارشیف

د جنورۍ پر ۱۲مه په جرمني او بلغاریا کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ریکارډ شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د صحت نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) په اروپا کې له غربي تر شرقي هېوادونو پورې د کورونا زیات خپرېدونکي اومېکرون بڼې د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

د جرمني د صحت چارواکو ۸۰ زره ۴۳۰ د کورونا نوي مثبت کېسونه رپورټ کړي دي.

دا په هغه هېواد کې د دې وبا له پیل راهیسې په یوه ورځ کې د مثبتو پېښو تر ټولو زیاته شمېره ده چې د تېر کال د نومبر میاشت کې په یوه ورځ کې د ۷۶ زرو مثبتو پېښو له شمېرې هم اوښتې ده او له دې سره د جرمني د مثبتو پېښو شمېره له ۷۶ لکو ۶۱ زرو او ۸۰۰ اوښتې ده.

د جنورۍ پر ۱۲مه د کورونا وایرس له وجې د مړو شمېر هم ۳۸۴ ته لوړ شوی دی چې له دې په جرمني کې د د دې وبا له وجې د مړو شویو کسانو شمېر یو لک ۱۴ زرو ۷۳۵ ته رسېدلی دی.

بلخوا په جنوب شرقي اروپایي هېواد بلغاریه کې د جنورۍ پر ۱۲مه د کورونا اووه زره ۶۲ مثبتې پېښې رپوټ شوي دي.

بلغاریه د اروپایي ټولنې تر ټولو کم واکسین شوی هېواد دی چې د ۶.۹ میلیونه ابادۍ یې له ۲۸ سلنه زیات وګړي په پوره ډول واکسین شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG