د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاعر او لیکوال تسکین مانېروال ومړ


تسکین مانېروال په ۱۹۴۹ز کال کې زېږېدلی وو - انځور له ارشیفه
تسکین مانېروال په ۱۹۴۹ز کال کې زېږېدلی وو - انځور له ارشیفه

د پښتو ژبې نومیالی شاعر او لیکوال تسکین مانېروال د جنورۍ پر ۱۰مه له ورپېښې ناروغۍ ومړ او د صوابۍ په کوزه مانېرۍ کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د پښتو ژبې شاعران او ادیبان د نوموړي مړینه د پښتو ادب او ژبې لپاره لوی زیان بولي او وايي تسکین مانېروال په پښتو ادب کې د یوه ځانګړي اسلوب او طرز څښتن وو.

تسکین مانېروال تر دې دمه یو کتاب چاپ کړی وو او نوره شاعري يې چاپ ته تیاره دي.

د پښتو ژبې شاعران او ادیبان وايي تسکین مانېروال لږه خو ډېره د معیار شاعري کړې او د نوموړي د مړینې له وجې د پښتو ادب او ژبې ته ډېر زیان رسېدلی.

د پښتو ژبې نامتو شاعر او لیکوال عزیز مانېروال د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، چې تسکین مانېروال په شاعرۍ کې پختګي، رواني او یو پیغام او یوه جذبه وه او موسیقیت وو. "هغه یو سوچه او تخلیق کار شاعر وو. هغه ډېره کمه خو د معیار شاعري کړې."

په پېښور کې خبریال او شاعر او ادیب روښان یوسفزي مشال راډیو ته وویل تسکین مانېروال په پښتو ادب کې یو ځانګړې اسلوب درلود چې "دا ډېر د لږو شاعرانو په برخه رسي."

نوموړی زیاتوي چې مانېروال "ډېر لوستی شاعر وو. د هغه په شاعرۍ کې که یو خوا رومانیت دی نو بل خوا پکې د انسانیت او امن پیغام دی او په خپله شاعرۍ کې یې د ملتپالنې یا قام پرستۍ درس ورکاوه. هغه د جدید دور د یو ځانګړي اسلوب څښتن وو."

تسکین مانېروال په ۱۹۴۹ز کال کې د کوزې مانېرۍ د محمد یمن کره زېږېدلی وو او په یوه سرکاري سکول کې استاد وو.

د مانېروال یوه شعري ټولګه 'ښه ښکلې صحرا وی' خپره شوې وه او نوره شاعري يې چاپ ته تیاره وه.

XS
SM
MD
LG