د لاسرسي ځای

تازه خبر

"مجذوب د جدید پښتو نظم له سرخيلو شاعرانو څخه و"


د مشال خبریال عمر وزیر په ۲۰۱۴ کال کې د عبدالرحیم مجذوب سره د هغه پر شاعرۍ مرکه کړې وه.
د مشال خبریال عمر وزیر په ۲۰۱۴ کال کې د عبدالرحیم مجذوب سره د هغه پر شاعرۍ مرکه کړې وه.

د پښتو ژبې نامتو سپین روبي شاعر عبدالرحیم مجذوب له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړي په ځانګړي سبک کې نظمونه لیکلي، غزلیزه شاعري یې شته، خوندورې ژباړې یې پښتو ته کړي او خال خال افسانې یې هم د پښتو په پخوانیو مجلو کې لیکلې دي.

هغه د انګلیسي ادب د معتبرو شاعرانو شیکسپیر او جان کیټس د شاعرۍ ځینې برخې هم پښتو ته اړولې وې. نوموړی د ۱۹۳۵ز کال د جنورۍ په ۱۴مه په لکي مروت دادمیدادخېلو کې زوکړی و. هغه د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر ۲۳مه د ایبټ اباد په یو روغتون کې وفات شو.

د عبدالرحیم مجذوب زوی ډاکټر فضل رحیم مروت د اکتوبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، پلار یې لومړی د الزایمر او بیا وروسته د کوېډ ـ ۱۹ ناروغۍ سره لاس او ګرېوان و. هغه وايي، تر اخره یې د ایبټ اباد په یو روغتون کې درملنه روانه وه خو ژوند یې ونه ژغورل شو.

هغه د خپل پلار په اړه وايي:"هغه ادیب و، شاعر و، دانشور و. په پښتو کې یې په رومانټېسېزم کار کړی و. د ادبي ژوند تر څنګ هغه د خپل وخت یو کامیاب وکیل هم و. وروسته خو د الزایمر ښکار شو خو چې جوړ و نو یاداشت یې ډېر ښه و. خبره به ورنه نه هېرېده."

عبدالرحیم مجذوب: شاعري د کایناتو انځورګري ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:22 0:00

د چارسدې د باچا خان پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکټر محب وزیر د عبدالرحیم مجذوب پر ژوند کتاب لیکلی. هغه مشال راډیو ته وویل، عبدالرحیم د پښتو د جدید او معیاري ادب سر لاری لیکوال او شاعر و. هغه وايي، د اولسي ادبي جرګې د ۱۰ سرخېلو کسانو په منځ کې یو نوم خامخا د ښاغلي مجذوب یادېږي.

هغه وړاندې وايي:"عبدالرحیم مجذوب د جدید پښتو نظم او غزل ته چې کوم څه د موضوعاتو په لحاظ او د اصنافو په لحاظ کوم څه راوړل، زه وایم چې هغه ډېرو کمو کسانو ته په برخه رسېدلې دي."

د هغه مشهور کتابونه زېړګلونه، لال او کوتي لال، د مینې تنده، دارالاوهام، دو اتشه او د بادرمرګ او ځیني نور دي.

ډاکټر زبیر حسرت، ډاکټر محب وزیر، امیرنواز مروت، نادرخان علیل او ځینو نورو معاصرو لیکوالو د عبدالرحیم محذوب پر ادبي ژوند او اثارو کار کړی او یا یې ورباندې اثار لیکلي دي. د عبدالرحیم مجذوب د شاعرۍ کلیات هم په دوو برخو کې چاپ شوی دی.

XS
SM
MD
LG