د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو نومیالی شاعر او لیکوال عمر ګل عسکر ومړ


د پښتو نومیالی شاعر او لیکوال عمر ګل عسکر
د پښتو نومیالی شاعر او لیکوال عمر ګل عسکر

د پښتو ادب نومیالی شاعر او لیکوال عمر ګل عسکر د ۷۴ کلونو په عمر نن سهار د تل لپاره له نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړی له مودې راهیسې د سږي کینسر ناروغي لرله او په دې وروستیو ورځو کې د یخني له امله یې ځیګر خراب شوی وو.

د نوموړی مړی نن (د دېسېمبر پر اتمه) ماسپښین د کوټې په کینټ هدیره (قبرستان) کې خاورو ته وسپارل شو.

د لیکوال او شاعر عمر ګل عسکر کورنۍ د کوهاټ ده خو نوموړی د ۱۹۴۸ز کال د اګست پر ۱۵مه د بلوچستان په ږوب کې زېږېدلی وو.

نوموړی خپلې لومړنۍ زده کړې د ږوب په پرایمري سکول کې کړې وې او های سکول یې بیا له بوري (لورالايي) څخه ویلي وو او د لوړو زده کړو لپاره بیا کوټې ته ولاړ او (اېف ای) یې پرایوېټ کړې وه. عسکر له هغه وروسته په ۱۹۷۴ز کال کې د بلوچستان له پوهنتون څخه ( اېم ای) اکنامکس کړی وو. وروسته یې د کوټې په حبیب بنک کې کار پیل کړ او په ۲۰۰۷ز کال کې له حبیب بنک څخه د منیجر په توګه ریټایرډ شو.

عمر ګل عسکر له لوړو زده کړو وروسته له ادب او لیک سره مینه پیدا شوې وه او د پښتو ادب د خدمت لپاره یې ډېر کار کړی دی.

په بلوچستان پوهنتون کې د ژبو څانګې مشر ډاکټر نصیب الله سیماب د عمر ګل عسکر د ادبي ژوند په اړه مشال راډیو ته وویل:

"ښاغلي عسکر د شاعري ترڅنګ د تصوف خوا ته پاملرنه ډېره وه او له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د ادبي ټولنې ملګري لیکوال سره تړلی وو او له تېرو ۱۰کلو راهیسې یې د دغه ادبي تنظیم مشري هم پر غاړه اخېستې وه او په هره میاشت لومړی او ۱۵مه تاریخ کې د ټولني غونډه کوله."

ښاغلی عسکر د راډیو پاکستان کوټې د یو مشهور پروګرام ملک جان او اختر جان لیکوال هم پاتې شوی وو او تر ډېرو کلونو یې د دغه مشهور پروګرام د لیکوال دنده پر غاړه اخیستې وه.

د پښتو اکیدمي یو غړی پروفیسر برکت شاه وايي،"عمر ګل عسکر د پښتو ادب لوی خدمت کړی او له تېرو ۳۵ کلو راهیسې یې د کوټې په جنګ اخبار کې (د پښتو محفل) په نوم کالم لیکلی.

برکت شاه وايي: "عمر ګل عسکر د پښتو اکیډمي غړی وو او د ده وروستی کتاب (خاطرې او نظرونه) وو.

د هغه د کورنۍ یو غړی سرفراز شیخ بیا وايي: "د عسکر صاحب څلور کتابونه چاپ شوي وو په هغه کې د تحیقیق ډک (خاطرې او نظرونه)، (په دايره کې کاینات) او د (خاورین وجود احساس) د شاعرۍ کتاب وو چې د تصوف کتاب (نړيوال تصوف) هم شامل دي."

په ۲۰۱۷ز کال کې د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي نوموړي ته عبدالعلي اخوندزاده (نومیالی ایوارډ) هم ورکول شوی وو.

عمر ګل عسکر درې زامن او دوې لوڼې لري.

د بلوچستان وزيراعلا مير عبدالقدوس برنجو د عمر ګل عسکر پر مړينه د خواشينۍ اظهار کړی او د پښتو ادب لپاره يې د هغه خدمات ستايلي دي.

XS
SM
MD
LG