د ملګرو ملتونود عمومي شورا لخوا په یوه غونډه کې د ښځو خبریالانو پر مسلو خبرې وشوې.
د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په تړاو ملګرو ملتونو یوه اونۍ یانې د مارچ له ۱۱مې تر ۱۷مې ښځینه ستونزو ته ځانګړې کړې وه چې پکې پر یوولسم مارچ د ښځينه خبریالانو پر مسلو بېلا بېل بحثونه وشول.
دغه پروګرام د هالېنډ حکومت ترتیب کړی وو چې پکې په نیویارک کې د ښځو خبریالانو د یوې ادارې مشرې کرن نازش هم ګډون وکړ او د ښځو خبریالانو پر مسلو، هغوی ته په ورپېښو چېلنجونو يې خبرې وکړي.
له مشال راډيو سره په خبرو کې کرن وایي په پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې ښځو خبریالانو ته د هغوي د خوښې پروګرامونه نه ورکول کیږي زیاتره ښه او مشهور پروګرامونه سړي کوي او دا شان د سړیو خبریالانو په مقابل کې د ښځو خبریالانو تنخاګانې هم کمې وي.
په پېښور او کابل کې ښځې خبریالانې وایي نه یوازې دا چې په سختو حالاتو کې خپلې دندې پر مخ وړي بلکې هغه سهولتونه هم نه لري چې سړیو خبریالانو ته ورکړل شوي دي.
ښځو خبریالانو پر ځینو مسلو مو په تاندې هیلې خپرونه کې خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
تاندې هیلې
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
-
فرخنده اسد
فرخنده اسد د مشال راډیو خبریاله وه چې د پاکستان او افغانستان په اړه یې د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوله.