د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان سرتېري قازقستان ته رسېدلي


د قازقستان په الماتې ښار کې سرتېري ځای پر ځای شوي دي - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ شپږمې انځور.
د قازقستان په الماتې ښار کې سرتېري ځای پر ځای شوي دي - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ شپږمې انځور.

په داسې حال کې چې په قازقستان کې مظاهرې په بېساري ډول زیاتې شوي، روسۍ رسنۍ وايي چې د مسکو په مشرۍ کې د ګډ امنیتي تړون سازمان هلته عملیات پیل کړي دي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان یو پوځي اېتلاف دی چې د پخواني شوروي اتحاد یوشمېر هېوادونه یې غړي دي.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریا نووستي د جنورۍ پر شپږمه لیکلي چې د روسیې په مشرۍ د سوله ساتو ځواکونو ټولي د الوتکو له لارې مرکزي اسیايي هېواد ته داخل شوي دي. بل دولتي خبري اژانس تاس هم دا خبر خپور کړی دی.

د قازقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایېف د جنورۍ پینځمې پر ماخوستن د ګډ امنیتي تړون له سازمانه د مداخلې غوښتنه وکړه. په هغه سازمان کې روسیه، قازقستان، ارمېنیا، بېلاروس، قرغیزستان او تاجکستان شامل دي.

د قازقستان په لویدیزه سیمه منګيستاو کې څلور ورځې وړاندې تر هغې وروسته مظاهرې پیل شوې چې حکومت ناببره د مایع پېټرولو ګیس (اېل پي جي) بیې لوړې کړې. د قازقستان په زیاتره ګاډو کې هغه ګیس استعمالېږي.

دا مظاهرې اوس تر هغې سیمې محدودې نه دي پاتې بلکې د تېلو او ګیس پراخو زېرمو لرونکي هېواد تر ښارونو او قصبو غځېدلې دي. په احتجاجونو کې خلک اوس یوازې د ګیس بیو ټیټولو غوښتنه نه کوي بلکې خپل سیاسي محرومیتونه او ګیلې هم بیانوي.

اخوا ولسمشر توقایېف، بهرنۍ روزل شوې "ترهګرې" ډلې په تاوتریخوالي تورنې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG