د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۹۰۰ کسان کورونا وایرس وهلي دي


د اسلام اباد په پېمز روغتون کې روغتیاپالان د کورونا وایرس معاینو لپاره د ناروغانو انتظار کوي - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ درېیمې انځور.
د اسلام اباد په پېمز روغتون کې روغتیاپالان د کورونا وایرس معاینو لپاره د ناروغانو انتظار کوي - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ درېیمې انځور.

د پاکستان روغتیا وزارت وايي، په هغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۸۹۸ پېښې ثبت شوې دي.

دې وزارت په خپل ووبپاڼه ليکلي چې له دې سره په ۲۰۲۰ز کال کې د وبا له پیل راهیسې د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ تر پينځمې پورې د ټولو پېښو شمېر شاوخوا ۱۳ لکه ته رسېدلی دی.

د وزارت په وینا، له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه تر اوسه ۲۸،۹۵۰ کسان مړه شوي دي خو څه باندې ۱۲ لکه ورڅخه رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر څو میاشتو وروسته په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې بیا په زیاتېدو دي او د هغه هېواد د روغتیا ملي مرکز په وروستیو کې د نوې اومېکرون بڼې د لسګونه پېښو تصدیق کړی وو.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اومېکرون د تېرو بڼو پرتله په چټکۍ خپرېږي.

د پاکستان حکومت پر خلکو غږ کړی چې له دې وبا د ځان ساتلو لپاره دې واکسين وکړي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راښکاره او بيا ټولې نړۍ ته خپور شو.

په پاکستان کې د کورونا وايرس لومړۍ پېښه د۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ پر ۲۶مه ثبت شوې وه او لومړی تن ترې د مارچ پر ۱۸مه د مردان په منګا کلي کې مړ شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG