د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي کې د خیسور ځايي ولس پرلت دوام لري


ځايي خلک وايي، پوځ د ولسي وګړوځورول پيل کړي او يو شمېر خلک يې له کورونو وايستلي.
ځايي خلک وايي، پوځ د ولسي وګړوځورول پيل کړي او يو شمېر خلک يې له کورونو وايستلي.

د شمالي وزیرستان د خیسور د اوسېدونکو له خوا په میرلي کې احتجاجي پرلت پر درېيمه ورځ هم روان دی.

پرلتوالو پر امنیتي ځواکونو تور پورې کړی چې یوه ۱۲ کلنه ماشومه یې وژلې ده او د همدې ضد یې د جنورۍ له درېیمې راهیسې احتجاج پیل کړی دی.

دوی غوښتنه لري چې امنيتي ځواکونه دې د سيمې امن باوري کړي او د وسله والو پرضد د عملياتو پر مهال دې د عامو خلکو له ځورولو لاس واخلي.

د زيارت پر ورځ (د ډېسېمبر ۳۰مه) په خيسور کې له وسله والو سره په نښته کې د پاکستان پوځ څلور سرتېري وژل شوي ول چې وروسته پوځ د لټون عمليات پيل کړل.

ځايي خلک وايي، پر دې مهال پوځ د ولسي وګړو ځورول پيل کړل او يو شمېر خلک يې له کورونو وايستل. دوی ادعا کوي چې د امنیتي سرتېرو په ډزو کې د جان سدې په نوم یوه ۱۲ کلنه ماشومه هم ووژل شوه.

د شمالي وزيرستان انتظامي چارواکي وايي، له پرلتوالو سره يې خبرې روانې دي.

بلخوا يو امنيتي چارواکي چې د موضوع د حساسيت له کبله يې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، مشال راډيو ته ويلي چې دوی د ولس ژوند او د هغوی امنيت ته پام کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG