د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې غنم او درمل افغانستان ته ولېږدوي


د واګه بندر
د واګه بندر

پاکستان وايي، له هنده د واهګا پولې له لارې افغانستان ته د غنمو او درملو د لېږدولو اجازه ورکوي او همدا رنګه دا اجازه هم ورکوي چې له واهګې تر تورخمه په افغاني ټرکونو کې دغه توکي ورسول شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر درېيمه پر خپله پاڼه په جاري شوي بیان کې ویلي چې دا د وړاندېز شویو بشري مرستو په اړه د حکومت ژمنتیا او سنجیدګي ښيي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې له دې پرېکړې یې د بهرنیو چارو وزارت کې د هند شارژدافېر هم خبر کړی.

په بیان کې ویل شوي چې د هند له حکومته یې هم غوښتنه کړې چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره په دې لړ کې ژر تر ژره ضروري ګامونه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG