د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند په کوربتوب غونډه: افغانستان باید د ترهګرۍ په ځاله بیا وانوړي


د افغانستان په اړه د ډلي په سیمه ایز امنیتي کنفرنس کې د روس، هند، ایران، قازقستان،کرغېزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان نمایندګانو ګډون وکړ.
د افغانستان په اړه د ډلي په سیمه ایز امنیتي کنفرنس کې د روس، هند، ایران، قازقستان،کرغېزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان نمایندګانو ګډون وکړ.

د نومبر پر ۱۰مه د هند په کوربتوب په سیمه ایزه امنیتي غونډه کې د دې خبرې د باوري کولو لپاره د همکارۍ غوښتنه وشوه چې افغانستان یوځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ په خوندي ځای بدل نه شي.

دا کنفرنس په نوي ډلي کې له افغانستانه د امریکایي او غربي عسکرو تر وتلو شااوخوا درې میاشتې وروسته ترسره شو چې پکې له طالب چارواکو سره د خبرو په څرنګوالي بحث وشو.

د افغانستان په اړه د ډلي په سیمه ایز امنیتي کنفرنس کې د روس، هند، ایران، قازقستان،کرغېزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازیو ګډون وکړ. پاکستان او چین ته هم د دغه غونډې بلنه ورکړل شوې وه خو هغوی پکې ګډون و نه کړ.

د افغانستان په اړه د ډلي په اعلامیه کې سفارتکارو او امنیتي چارواکو د افراطیت، مذهبي سختدریځۍ، بېلتونپالنې او د نشه يي موادو د سمګلنګ خلاف د سیمه ایزې همکارۍ غږ وکړ.

په دغه اعلامیه کې جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره د یو داسې ټول شموله حکومت جوړولو غږ هم شوی چې د ټولنې د ټولو طبقو استازیتوب کوي.

په دغه غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د بشري ناورین په اړه جدي اندېښنه هم ښودلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG