د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسید ولس پاکستان سرکار ته د نه همکارۍ دړکه کړې


فایل فوټو
په ټانک کې د مسیدو یوه جرکه، ۲۰۰۹ ز کال
فایل فوټو په ټانک کې د مسیدو یوه جرکه، ۲۰۰۹ ز کال

'موږ د جنوبي وزیرستان ضلعي هېډکوارټر په خپله سیمه کې غواړو. نه خپل برید چا ته ورغځوو نه د بلچا برید په خپله سیمه کې پرېږدو.'

دا پرېکړه په ټانک کې د مارچ پر ۱۱مه د درېوو مسیدو په یوه لویه جرګه کې وشوه. دوی دړکه کړې که حکومت يې له غوښتنو سره سم ضلعي مرکز د دوی په سیمه کې جوړ نه کړ نو د همکارۍ بايکاټ او مظاهرې به وکړي.

'که حکومت له موږ سره په یوه هفته کې دننه کښېننوست، او تسلي یې رانکړه نو دا قام بیا د احتجاج حق لري، موږ بیا له داسې یوه حکومت سره همکاري نه کوو چې زموږ بنیاد ختموي'

په جرګه کې شامل مولوي حسام الدين په سېشنبه مشال راډيو ته وويل حکومت دې د جنوبي وزيرستان ضلعي مرکز د مسيدو په خاوره کې پرېږدي.نوموړی وویل چې جرګه یې د دوو ټکیو سپینولو لپاره راغوښتې وه. لومړی د جنوبي وزیرستان ضلعي مرکز دې په همدې ضلعه کې جوړ کړل شي. دوهم، د جنوبي وزیرستان ولسونه دا خبره هېڅکله نه مني چې دوی په اېف ار ټانک یا شمالي وزیرستان کې ووېشل شي.

مولوي حسام الدین په خپلو څرګندونو کې سرکار ته دړکه ورکړه: 'که حکومت له موږ سره په یوه هفته کې دننه کښېننوست، او تسلي یې رانکړه نو دا قام بیا د احتجاج حق لري، نو احتجاج دا هم کېدای سي چې له داسې یوه حکومت سره چې هغه زموږ بنیاد ختموي له هغه سره زموږ دهمکاري یا تعاون ضرورت شته او که نه شته.'

دغه جرګې ته پخوانی سېنېټر مولانا صالح شاه او د قامي اسمبلۍ غړی مولانا جمال الدین هم ورغلی ول.

مولانا صالح شاه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل: 'د ولس دا غوښتنه چې ضلعي هېډکوارټر دې د مسیدو په سیمه کې پاته شي یوه برحقه غوښتنه ده، که د حکومت دا نیت وي چې د دمسیدو یوه پښه یوې خوا ته پرې کړي بله پښه یې بلې خوا ته برېکړه یوه وزر یې هورې وشلوي نو د دې به داسې سخت ردعمل راشي چې حکومت به په اسلام اباد کې په لړزان وي. که حکومت موږ تقسیموي نو کېدای شي دی په خپله تقسیم شي. زه خپل قام تقسیمولو ته نه پرېږدم.'

له مشال راډيو سره په خبرو کې مولانا جمال الدین وویل، مسید نه د بلچا د سیمو نیولو اراده لري او نه خپل بریدونه بلچا ته خېژوي. چېرې چې هم د مسیدو خاوره وي، نو هېډکوارټر به هلته جوړېږي، ځکه چې ځپلی هم د مسیدو ولس تر ټولو زیات دی. جنګېدلی هم مسید دی، استعمال شوی هم مسید دی. نو په لهذا چې د فایدې ځای وي نو هغه دې هم مسیدو ته ورسېږي. ځکه چې دا ولس ډېر زخمي دی او د دوی په زخمونو پټۍ لګول غواړي.

د مسيدو دې جرګې پر حکومت دا غږ هم کړی چې نورو ضلعو ته د تګ په وخت دې د خلکو په مخ کې پراته خنډونه ختم کړي. د مسیدو ولسونو یوه بله جرګه هم راغوښتې ده چې پکې د جنوبي وزیرستان د ضلعي هېډکوارټر پرسر له حکومت سره د همکارۍ کولو یا نه کولو پرېکړه کېږي.

دا مهال د جنوبي وزیرستان ضلعي هېډکوارټر په ټانک دی، په سیمه کې تر تاوتریخوالي وړاندې به د دوبګري انتظامي مرکزد درېوو میاشتو لپاره په واڼه کې وو او د نهو میاشتو لپاره به په ټانک کې وو. حکومت تکل لري چې ضلعي هېډکوارټر په بالاپتر سیمه کې ودان کړي خو د مسیدو ولسونه هغه یوه یوه لانجمنه سیمه بولي. جنوبي وزیرستان د واڼه، لدها، سروېکی، مکین، شکتوی، شوال، سره روغه پیارزه، کاڼیګورم، توی خوله، ګلکڅ او په شوال په ګډون ګڼې سیمې لري خو شوال دوې برخې په شمالي وزیرستان کې او یوه برخه په جنوبي وزیرستان کې دی. دلته مسید، احمدزي وزسر، دوتاڼي او سلېمانخېل پښتانه ولسونه مېشت دي.

XS
SM
MD
LG