د لاسرسي ځای

تازه خبر

۲۰۲۲ز کال او د کورونا وایرس جهاني وبا راتلونکې


پر برتانیا کې د سړک پر غاړه پر لګېدلې لوحې لیکل شوي چې د کورونا وایرس ناروغي لا هم موجوده ده - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر ۱۸مې انځور
پر برتانیا کې د سړک پر غاړه پر لګېدلې لوحې لیکل شوي چې د کورونا وایرس ناروغي لا هم موجوده ده - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر ۱۸مې انځور

د پوهنتون په وینا، کووېډ-۱۹ ناروغۍ د وبا له پیل راهیسې تر اوسه په نړۍ کې څه د پاسه پینځه مېلیونه کسان وژلي او لسګونه مېلیونه کسان په وایرس اخته شوي دي.

په داسې حال کې چې ۲۰۲۱ز کال پای ته په رسېدو دی، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) مشر ویلي دي چې په راتلونکي کال کې باید د کورونا وایرس جهاني وبا ختمه شي.

تېدروس ایدهانوم ګیبریېسس د ډېسېمبر پر ۲۱مه په جینیوا کې خبري غونډې ته وویل چې په ۲۰۲۲ز کال کې د نړۍ هېوادونه باید په راتلونکې کې د نورو وباګانو مخنیوي لپاره د روغتیا په څانګه کې د پام وړ پانګونه وکړي.

د چین حکومت د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د روغتیا نړیوال سازمان ته وویل چې په ووهان ښار کې یې نوی کورونا وایرس موندلی دی. د بیجېنګ تر دې اعلان څه د پاسه درې میاشتې وروسته چې د نړۍ په زیاتره برخو کې د کورونا وایرس لسګونه زره پېښې ثبت شوې وې نو د روغتیا نړیوال سازمان جهاني وبا اعلان کړه.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه ارقام غونډوي. د پوهنتون په وینا، کووېډ-۱۹ ناروغۍ د وبا له پیل راهیسې تر اوسه په نړۍ کې څه د پاسه پینځه مېلیونه کسان وژلي او لسګونه مېلیونه کسان په وایرس اخته شوي دي. د پوهنتون له شمېرو سره سم، تر ټولو زیات کسان په امریکا، برازیل او هند کې مړه شوي دي.

د امریکا د ټېکسس ایالت په یوه روغتون کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړه شوي کس جسد پروت دی - انځور له ارشیفه
د امریکا د ټېکسس ایالت په یوه روغتون کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړه شوي کس جسد پروت دی - انځور له ارشیفه

تېدروس ایدهانوم ګیبریېسس وايي، جهاني وبا په ۲۰۲۱ز کال کې تر درې میلیونه زیات کسان ووژل.

خو دا یوازې له ناروغۍ مړینې نه دي بلکې د جهاني وبا مخنیوي او کنټرول لپاره د نړۍ په هېوادونو کې ټولبندونو او محدودیتونو اقتصادونه وځپل، لکونه خلک بېروزګاره شول او د ملګرو ملتونو په وینا، بېوزلي زیاته شوه. د لینسټ طبي ژورنال له یوې څېړنې سره سم، د وبا د ټولنیزو او اقتصادي اغېزونو له وجې د نړۍ تر پینځه مېلیونه زیات کسان د بېلا بېلو رواني ناروغیو ښکار شول.

په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان د واکسیني بهیر پراخېدو او د حکومتونو نورو اقداماتو ته په کتو په ۲۰۲۲ز کال کې د وبا د ختمېدو څرک ویني خو پر هېوادونو د یووالي ټینګار ترڅنګ دا هم وايي چې شتمن هېوادونه دې مخ پر ودې ملکونو ته واکسین ورکړي چې د وبا پای باوري شي.

په هند کې له کووېډ-۱۹ د مړو شویو شمېر تر درې لکه واوښت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، که د نړۍ په ټولو هېوادونو کې په مساوي ډول واکسیني بهیر ترسره نه شي نو د کورونا وایرس د نویو بڼو راتګ د وبا د ختمولو هڅې ټکنۍ کولای شي.

ورته خبره د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون د وایرسي مطالعاتو د څانګې مشر پوهاند ډاکتر خالد محمود هم کوي او وايي، د کورونا وایرس د نویو بڼو راتګ ساینسپوهان حیران کړي چې دا وایرس څنګه دومره ژر خپل شکل بدلوي.

د ده په خبره، پخوا به د وایرسي وباګانو جراثیم په دوو یا درو کلونو کې کمزوري شول خو د "کورونا وایرس [جهاني] وبا په صورت کې داسې نه ښکاري ځکه چې دا وایرس ډېر ژر شکل بدلوي. لومړۍ ډېلټا بڼه وه او اوس اومېکرون [هغه ده]. عموماً په وایرسونو کې بدلون هغه غیرموثره کوي" خو په کورونا وایرس کې د بدلونونو په صورت کې تر اوسه داسې څه نه دي لیدل شوي.

ډبلیو اېچ او د کورونا وایرس مختلفو بڼو ته الفا، بیټا، ګیما، ډېلټا او اومېکرون نومونه ورکړي دي چې پکې اوسمهال د ډېلټا بڼې پېښې تر ټولو زیاتې دي او د اومېکرون بڼې پېښې د پاکستان په ګډون د نړۍ په لسګونه هېوادونو کې ثبت شوې دي.

له رپورټونو سره سم، کورونا وایرس د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې رسېدلی دی.

پر دې سربېره چې په ۲۰۲۱ز کال کې هم د کورونا وایرس جهاني وبا دوام لاره، واکسیني بهیرونو په لسګونه هېوادونو کې د محدودیتونو نرمولو ته لار برابره کړه. په عین وخت کې د مېرک په نوم امریکايي دواسازې کمپنۍ د کورونا وایرس د ناروغۍ درمل هم جوړ کړل او ډبلیو اېچ او وايي، تر اوسه د نړۍ څه د پاسه درې اربه اوسېدونکي چې د نړۍ د ابادۍ څه باندې ۴۸ فیصده برخه جوړېږي، په بشپړ ډول واکسین شوي دي.

د کورونا وایرس اومېکرون بڼه او په اړه یې اندېښنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

په پېښور کې بل ډاکتر انتخاب عالم وايي، وایرسونه او بیکټیریا د انساني ژوند برخه دي او کورونا وایرس هم اوس په انساني ټولنو ورګډ شوی، خو تر ټولو مهمه خبره له ناروغۍ د مړینو مخنیوی دی.

دی وايي، د ځینو نورو ناروغیو لکه ملاریا، سرسام، سترې تبې (ټایفایډ یا تپ محرکه) پرتله له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د خلکو د مړینو کچ کم دی.

البته ډاکتر عالم هیله من دی چې په نړۍ کې وار له مخه د لسګونه مېلیونه خلکو وړجنېدو او د واکسینېدو له وجې به په ټولنو کې د کورونا وایرس پروړاندې مقاومت پیدا شي.

XS
SM
MD
LG