د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بایډن: واکسین شوي کسان دې درېیمه ستنه ولګوي


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

ولسمشر جو بایډن د ډېسېمبر پر ۱۶مه خبرداری ورکړ چې د کورونا وایرس اومیکرون بڼه په امریکا کې د خپرېدو په حال کې ده او یوه نوې څپه یې رامنځ ته کړې ده.

د کورونا وایرس نوې بڼه اومیکرون په داسې حال کې په تېزۍ سره خپرېږي چې د عیسایانو اختر یا (کرسمس) به د دویم ځل لپاره د وبا پر مهال تېرېږي. په عین حال کې ساینسپوهان د وایرس د نوې بڼې په اړه د ښه پوهې تر لاسه کولو په لټه کې دي.

جوبایډن وویل، دا هر څه په داسې وخت کې کېږي چې د کورونا وایرس ډیلټا بڼې له امله وار له مخه نوي کېسونه او له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړینې زیاتې دي.نوموړی وايي چې په ژمي کې به ناروغۍ او مړینې د هغو کسانو لپاره زیاتې وي چې واکسین شوي نه دي.

بایډن له خلکو و غوښتل، واکسین شوي کسان دې درېیمه ستنه ولګوي او چا چې واکسین نه دي لګولی ځان دې واکسین کړي.

تر اوسه د اومیکرون په اړه زیات معلومات نه شته خو روغتیايي چارواکي وايي چې دا د ډیلټا بنې پرتله زیاته خپرېدونکې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG