د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې وسله والو یو عسکر وژلی او اووه یې ټپي کړي


په شمالي وزیرستان کې د وسله والو او امنیتي عسکرو ترمنځ بریدونه په دې وروستیو کې په دوامداره توګه ترسره کېږي. 
په شمالي وزیرستان کې د وسله والو او امنیتي عسکرو ترمنځ بریدونه په دې وروستیو کې په دوامداره توګه ترسره کېږي. 

په شمالي وزیرستان کې د وسله والو په درې بېلا بېلو بریدونو کې لږ تر لږه یو امنیتي عسکر وژل شوی او اووه نور ټپي شوي دي.

د امنیتي ځواک یوه غړي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا بریدونه په شوه تحصیل کې شوي دي.

ده وویل چې وسله والو لومړی برید د شوې تحصیل په توده چینه کې کړی چې درې عسکر پکې ټپي شوي دي.

د دوی په وینا دویم برید هم په هم دې تحصیل شوی چې یو عسکر پکې وژل شوی او دوه نور ټپي شوي دي.

دې امنیتي چارواکي زیاته کړه چې د وسله والو له خوا درېم برید هم په شوه تحصیل کې شوې چې لږ تر لږه دوه عسکر یې ټپي کړي دي.

د دوی په وینا، وسله والو تر برید کولو وروسته د پېښې له ځایه په تېښه کې بریالي شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د وسله والو او امنیتي عسکرو ترمنځ بریدونه په دې وروستیو کې په دوامداره توګه ترسره کېږي.

د ډېسمبر پر ۱۵مه هم د شمالي‌ وزیرستان د غلام خان سیمې په سیدګي او دته خیلو همزوني کې وسله والو پر امنیتي عسکرو دوه بریدونه شوي وو.

په دې بریدونو کې یو پولس وژل شوی او دوه پولس او یو پوځي عسکر ژوبل شوي وو.

تر هغه وړاندې د ډېسمبر پر ۱۲مه د میرلي د سپینوام په اباخېلو کې وسله والو امنیتي سرتیرو ته د سړک پر غاړه دوه بمونه ښخ کړی وو چې د چاودنو له امله یې یو عسکر وژل شوی او دوه امنیتي عسکر ټپي شوي‌ وو.


د هغو بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه خو د ډېسمبر پر ۲۵مه د شویو بریدونو په اړه لا چا ذمه واري نه ده منلې.

د پاکستان پوځ په شمالي‌ وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه پراخ عملیات ترسره کړي وو او ادعا یې کړې وه چې هلته یې وسله وال او د هغوی شبکې له منځه وړې دي.

خو د پوځ او حکومت پر دې ادعاوو سربېره هلته نه یوازې د وسله والو له خوا پر امنیتي عسکرو بریدونه دوام لري بلکې په سیمه کې په دوامداره توګه هدفي‌ وژنې هم کېږي.

په دې هدفي وژنو کې د سیمې سیاسي او قبایلي مشران او فعالان او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي ولس د دې بریدونو مخنیوي او امن لپاره په وار وار احتجاجونه هم کړي دي خو امنیتي چارواکي وايي چې دوی د ولس ژوند خوندي ساتلو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG