د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې پرلتوالو د ټل او پاړه چینار ترمینځ لاره تړلې


احتجاجي پرلت د کورمې په خوار کلي، پیر قیوم او ساتین کې پیل شوی.
احتجاجي پرلت د کورمې په خوار کلي، پیر قیوم او ساتین کې پیل شوی.

په قبایلي ضلع کورمه کې د شپږو قامونو خلکو د ګیدو پر اوسېدونکو د لارې تړلو پروړاندې او د نورو غوښتنو پوره کېدو لپاره احتجاجي پرلت وهلی دی.

د ډېسېمبر پر ۲۲مه منګلو، خروټو، ځدران غلزیو، مقبلو او ځاځیو په خوار کلي، پیر قیوم او ساتین کې د سړک پر غاړه ناسته پیل کړه او د ټل او پاړه چنار ترمینځ لاره یې وتړله.

دوی د یوشمېر غوښتنو تر پوره کېدو پورې د احتجاج د دوام ګواښ کړی دی.

د پرلتوالو یو مشر ملک منور خان د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، د ګیدو د لارې بیا پرانیستل، د پیواړو له علیزیو سره د سولې موافقې عملي کېدل او د دې لپاره په جرګه کې د دیني عالمانو ګډون، له افغانستان سره د کورمې د نورو ټرانزېټي لارو پرانیستل او د امنیت ضمانت یې غوښتنې دي.

په کورمه کې دې شپږو قومونو له شاوخوا یوې میاشت راهیسې په پیر قیوم سیمه کې پرلت وهلی وو او وايي چې غوښتنې یې و نه منل شوې نو احتجاج یې نورو سیمو ته وغځاوه.

هغو خلکو یوه میاشت مخکې تر هغې وروسته احتجاج پیل کړ چې د پیواړو علیزیو د ګیدو پر خلکو د پاړه چنار لاره وتړله.

د پیواړو یو مشر حاجي اصغر حسین مشال راډیو ته وویل، د ګیدو منګلو ورباندې په ځنګله کې د لرګیو پر وهلو بندیز لګولی نو ځکه یې لاره وتړله.

موږ په دې اړه د کورمې له انتظامي مشر ډاکتر افاق وزیر سره د رابطې هڅه وکړه خو د هغه د بوختیاوو له وجې ورسره په خبرو و نه توانېدو. البته په قامي اسمبلۍ کې د سیمې استازی ساجد حسین توری وايي، د دواړو خواوو ترمینځ د لانجې هواري لپاره جرګه روانه ده.

توري د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، "ډېر ژر به مثبته فیصله" وشي.

دا شخړه د اکتوبر پر ۲۳مه د علیزیو او منګلو ترمینځ له ګیدو سره نېږدې له ځنګله څخه د لرګیو وړلو پر سر د نښتې له وجې لا ژوره شوه. دواړه خواوې د هغه ځنګله د ملکیت پر سر اوږدمهاله لانجه لري.

په اکتوبر کې د وسله والې نښتې له وجې د دواړو خواوو ۱۶ کسان ووژل او تر ۱۵ زیات ژوبل شول.

په عین حال کې د ځنګله د ملکیت په اړه په عدالت کې هم قضیه روانه ده چې لا نه ده فیصله شوې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG