د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي او متقي د افغانستان پر روان حالت خبرې کړې دي


د امیرخان متقي او شاه محمود قریشي ترمنځ دا لیدنه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په ودانۍ کې ترسره شوه.
د امیرخان متقي او شاه محمود قریشي ترمنځ دا لیدنه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په ودانۍ کې ترسره شوه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ډېسېمبر پر ۱۸مه وکتل.

د امیرخان متقي او شاه محمود قریشي ترمنځ دا لیدنه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په ودانۍ کې ترسره شوه. دواړو مشرانو د اسلامي هیوادونو د تنظیم (او ايي سي) له غونډې وړاندې دا ملاقات کړی او د افغانستان په حالاتو سره غږېدلي.

د پاکستان سرکاري راډیو د ډېسېمبر پر ۱۹مه په خپله وېبپاڼه لیکلي، شاه محمود قریشي، امیر خان متقي ته ویلي، دا چې هیواد یې د افغانستان نږدې ګاونډی هیواد دی نو هغوی به هڅه کوي چې له افغانانو سره د بشري مرستو د برابرولو لپاره خپل ټول امکانات په کار راولي.

نوموړي وړاندې وویل: "له افغانانو سره مو د خوړو او درملو د مرستې لپاره ټولې تیارۍ بشپړې کړي چې پکې ۵۰ زره میټرک ټنه غنم هم شامل دي."

قریشي وویل، هیواد یې هڅه کوي په پرله پسې ډول د نړیوالو پام د افغانانو لوري ته واړوي او په اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو د تنظیم دا غونډه هم په همدې مقصد جوړه شوې چې له افغانستان سره د بشري حقونو د مرستو او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره لاره برابره کړل شي.

قریشي زیاته کړه چې په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت، د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د مېرمنو د حقونو ساتنه د افغانستان د نوي رژیم په ګټه دي.

XS
SM
MD
LG