د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د اسلامي هیوادونو سازمان غونډه کې له افغانستان سره په بشري مرستو بحث کېږي"


په نایجر کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه. انځور - ارشیف
په نایجر کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه. انځور - ارشیف

د اسلامي همکاریو سازمان (او ايي سي) د عمومي منشي مرستیال ویلي دي چې د اسلام اباد په فوق العاده غونډه کې به د افغانستان پر حالاتو یو "مهم او جامع پرېکړه لیک" وړاندې کېږي.

طارق علي بخیت د ډېسېمبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې له پاکستانیو رسنیو او دولتي راډیو سره په خبرو کې وویل، د ډېسېمبر د ۱۹مې کنفرانس هدف له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه ستراتیژي جوړول دي.

نوموړی وايي: "سازمان څنګه کولای شي چې د افغانستان په وضعیت کې د یو مخکښ رول ولوبوي او څنګه د بشري مرستو لپاره یوه بشپړه ستراتیژي جوړه کړي؟ دا د کانفرانس بنیادي هدف دی. کانفرانس به په دې اړه یو مهم او جامع قرارداد مخې ته راوړي. (او ایي سي) په ماضي کې د افغانستان په صورتحال کې فعال پاتې شوی دی، د وزیرانو په غونډو او سرمشریزو کې یې قراردادونه منظور کړي دي او دا ځل به د افغانستان په بشري وضعیت له یو جامع ستراتیژۍ سره راځي."

بخیت دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اسلامي همکاریو د سازمان د مشر حسین ابراهیم طه په ګډون د ۵۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو یوشمېر وزیران اسلام اباد ته رسېدلي دي.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د بشري ناورین د هواري لپاره په بین المللي کچه همکارۍ ته اړتیا ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۶مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کانفرانس پر مهال به د اسلام اباد په ځینو سیمو کې د موبایل فون سهولت تړل کېږي.

د کانفرانس لپاره څه تیارۍ روانې دي؟ په دغه اړه په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی نوید صدیقي وايي: "په دې کانفرانس کې د امریکا، اروپايي ټولنې او چین سفارتکاران هم برخه اخلي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته هم بلنه ورکړل شوې او داسې راپورونه دي چې هغه هم راروان دی. دا ډېره مهمه غونډه بلل کېږي، ځکه چې په افغانستان کې وضعیت خراب دی."

دا په داسې حال کې ده چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه هېواد د بشري بحران ښکار دی او د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په روان ژمي کې میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

خو نړیوالې ټولنې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر ۱۰مه له عرب نیوز سره په خبرو کې د اسلامي همکارۍ د سازمان په غړیو هیوادونو غږ وکړ چې د طالبانو حکومت په رسمیت سره ومني.

په پېښور پوهنتون کې د سیمه ییزو چارو د مطالعاتو د مرکز پخوانی مشر او شنونکی ډاکټر سرفراز خان وايي، پاکستان غواړي چې د طالبانو حکومت ومني خو دا به ډېر ستونزمن کار وي چې د دغه هدف لپاره نور هېوادونه له ځان سره ملګري کړي.

دی وايي:"او ايي سي خو هغه وخت جوړه شوې وه چې په افغانستان کې شوروي اتحاد و او د مغربي نړۍ مرسته ورسره شامله وه. اوس خو په دغه کانفرانس کې د سعودي عرب او پاکستان تر مینځ شدید اختلاف دی. پاکستان خو دا غواړي چې د حقاني شبکې په مشرۍ د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او نور هېوادونه یې هم تسلیم کړي."

سرفراز خان زیاتوي، د هغه نه دی خیال چې سازمان به د پاکستان د دریځ هغه شان مرسته وکړي څنګه چې يې د شوروي اتحاد خلاف مرستې کولې.

د یادونې وړ ده چې د (او ایي سي) د جوړولو پرېکړه په ۱۹۶۹ز کال کې د مراکش په ښار رباط کې د اسلامي هېوادونو په یوه غونډه کې شوې وه او د اسلامي کانفرانس د بهرنیو چارو د وزیرانو لومړۍ غونډه په ۱۹۷۰ز کال کې د سعودي عرب په جده کې ترسره شوې وه.

سازمان وخت په وخت اسلامي هېوادونو ته په ورپېښو یو شمیر معاملو قراردادونه منظور کړي دي، خو اکثر دغه قراردادونه عملي شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG