د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: د اسلامي هېوادونو سازمان غونډه کې د افغانستان پر حالاتو بحث کېږي


د اسلامي هیوادونو سازمان غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ګډون کوي.
د اسلامي هیوادونو سازمان غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ګډون کوي.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه، په اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ د سازمان مهم کانفرانس ترسره کېیږي. دا کانفرانس سعودي عرب راغوښتلی دی چې په کې د ۵۷ غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ډپلومیټان برخه اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان په بشري ناورین بحثونه او پرېکړې کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د اسلامي همکارۍ سازمان په غیر معمولي غونډه کې د ګډون لپاره د بهرنیو هیوادونو لږ تر لږه ۹۰ پلاوي اسلام اباد ته رسېدلي دي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به د افغانستان د بشري ناورین په هواري بحثونه کېږي. د قریشي وینا وه چې په غونډه کې د اروپايي ټولنې، چین او امریکا سفارتکاران، د اسلامي پرمختیايي بانک مشر محمد بن سلمان الجاسر او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم برخه اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د کانفرانس لپاره یې ټولې تیارۍ نیولې دي. د ډېسېمبر پر ۱۷مه د اطلاعاتو وزیر مملکت فرخ حبیب په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په پاکستان کې له ۴۰ کلونو وروسته د اسلامي همکارۍ د سازمان مهمه غونډه ترسره کیدل ددغه هیواد وړتیا په ګوته کوي.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ په ګاونډي هیواد افغانستان کې چې کوم بشري ناورین رامنځ ته شوی، په هغې د خبرو لپاره د سازمان ستر سکتر حسین براهیم طحه د شپې پاکستان ته رسیدلی دی او نن هم د بهرنیو پلاوو د راتګ لړۍ روانه ده. پاکستان د دې کانفرانس کوربه دی او زه ګڼم چې دا د پاکستان وړتیا په ګوته کوي."

د پاکستان حکومت وايي،د اسلامي همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو مهمه غونډه به د پارلیمان په ودانۍ کې ترسره کېږي او ورته پوره تیاری نیول شوی دی. د کورنیو چارو وزارت پر دغه مهال د اسلام اباد په ځنو برخو کې د موبایل فون د سهولت تړلو او امنیتي سرتیرو د ځای په ځای کولو هم ویلي.

دا کانفرانس په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د اقتصادي ستونزو له کبله د خوړو او دوایانو د نیشتوالي سره مخ دی. ایا دا کانفرانس به د افغانستان د بشري ناورین په هواري کې څه کردار ولوبولی شي؟ په دغه اړه په پیښور پوهنتون کې د سیمه ییزو چارو د مطالعاتو د مرکز مشر ډاکټر فخرالاسلام وايي، تراوسه دې سازمان څه اغیز نه دی ښودلی، البته د طالبانو په مشرۍ د حکومت لپاره به سیاسي ګټه ارو مرو ولري.

نوموړي زیاته کړه: "عرب ځانله سوچ کوي، عجم خپل فکر کوي، د ایران ځانله لاره ده نو چې کوم په یو اواز کیدل وي او هغه اثرناک جوړول وي نو هغه صلاحیت په دې سازمان کې نشته. دا خو یو برڅېرن حقیقت دی خو که د افغانستان په اړه دا غونډه کیږي نو بیا یې اهمیت شته ځکه چې د طالبانو حکومت لا چا په رسمیت سره نه دی پیژندلی نو هغوی ته سیاسي ګټه ارو مرو ورکولی شي."

د یادونې وړ ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر ۱۰مه له عرب نیوز سره په خبرو کې د اسلامي همکارۍ د سازمان په غړیو هیوادونو غږ کړی و چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه هېواد د بشري بحران ښکار دی او د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په روان ژمي کې میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.خو نړیوالې ټولنې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG