د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ لپاره د مخکیني حکومت استازی پرځای وساتلو


ارشيف، د ملګرو ملتونو سازمان يوه عمومي غونډه
ارشيف، د ملګرو ملتونو سازمان يوه عمومي غونډه

د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکونې کمېټې پرېکړه وکړه چې د اوس لپاره په دې سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه طالبانو ته څوکۍ نه‌ ورکوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغه سازمان کې د پخواني افغان دولت استازولۍ خپل کار ته دوام ورکوي. په ملګرو ملتونو کې د سوېډن استازې او د اعتبار بخښنې د نهه کسیزې کمېټې مشرې اننا کارین اینسټروم د ډېسېمبر لومړۍ نېټې (پرون) تر غونډې وروسته وویل چې دوی د افغانستان او برما په اړه پرېکړې ځنډولي دې.

بلخوا د افغانستان استازولۍ هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د اعتبار بخښنې کمېټې له پرېکړې وروسته به په یاد سازمان کې خپل کار ته دوام ورکوي او غلام محمد اسحاقزی به هلته د پخواني دولت د استازي په توګه پر خپله څوکۍ پاتې وي.

‎خو د ملګرو ملتونو سازمان دغې څوکۍ ته د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو نوماند محمد سهیل شاهین پر خپل ټوېټر کښلي دا پرېکړه پر انصاف نه ده ولاړه.

‎‎د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د اعتبار ورکونې کمېټې داسې مهال دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو نوماند د باورلیک ورکول ځنډولي چې دا مهال طالبان پر ټول افغانستان واکمن دي.

‎د سږني کال د اګست پر ۱۵مه نېټه پر کابل د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر نظام دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب غلام محمد اسحاق‌زی کوي
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب غلام محمد اسحاق‌زی کوي

طالب چارواکو وړاندې ادعاوې کړې چې دوی په دغه سازمان کې د افغانستان د استازولي لپاره ټول شرایط پوره کړي دي خو نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه‌ یې دغه ادعاوې کافي نه‌ بولي.‎‎

طالبانو د اګسټ په ۱۵مه د ټول افغانستان واک په لاس کې واخیست
طالبانو د اګسټ په ۱۵مه د ټول افغانستان واک په لاس کې واخیست

د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی. د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو سازمان چارواکو بیا بیا ټینګار کړی تر هغه چې په دغه هېواد کې په بشپړ ډول بشري حقونه خوندي نه‌ شي، ښځو او نجونو ته د تعلیم او دندو اجازه ورنکړل شي دوی به د طالبانو پر حکومت د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ سیاسي بندیزونه هم دوامداره وساتي.

XS
SM
MD
LG