د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: بې کارۍ او بې وزلۍ د خلکو ستونزې ډېرې کړې


د طالبانو له واک ته رسېدو او د نړیوالو مرستو له کمیدو وروسته په ټوله کې د افغانانو اقتصادي وضعیت تریخ شوی دی.
د طالبانو له واک ته رسېدو او د نړیوالو مرستو له کمیدو وروسته په ټوله کې د افغانانو اقتصادي وضعیت تریخ شوی دی.

د خوست یو شمېر اوسېدونکي وايي، بې کارۍ او بې وزلۍ د دوی ژوند له کړاونو سره مخامخ کړی دی.

دوی زیاتوي، نه دوامداره کار پیدا کېږي او نه ورسره کوم کورني او بهرني مرستندویه بنسټ د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د طالبانو له واک ته رسېدو او د نړیوالو مرستو له کمیدو وروسته په ټوله کې د افغانانو اقتصادي وضعیت تریخ شوی دی.

حاجي خان محمد د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې د کار او مزدورۍ لپاره خوست ته راغلی دی.

نوموړي د ډسېمبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل، دلته د اوړو، غوړيو او نورو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، که نوره نړۍ موږ سره مرسته ونه کړي دا هېواد په خپلو پښو نه شي درېدلی.

په خوست کې یو شمېر هغه کسان چې د لاس کار او مزدوري کوي وايي، د دې ځای په کار او مزدوری یو کس ځانته ډوډۍ نه شي پیدا کولای: "محمدالله یم د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی یم، دلته کار ته راغلی یم، خو دومره کار نه پیدا کېږي چې هوټل کې ډوډۍ پرې وخورو، له اماراتو هیله لرم چې دې غریبانو سره مرسته وکړي، وړې خیلخانې مو دي، پلار مو هم معیوب دی او دواړه پښې يې کټ دي. "

محمدنعیم د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، په خوست کې اوسېږي، خو دا څو میاشتې يې د کور کرایه نه ده ورکړې.

ده وویل، هره ورځ د ښار چوک ته د کار لپاره ځي، خو کار او مزدوري نه پیدا کېږي.

محمد نعیم وايي، ډېر درانه خلک د غریبۍ او بې کارۍ له کبله سوال او ګدایی ته مجبور شوي دي.

د خوست یو بل اوسېدونکی لایق حسن وايي، په ټوله میاشت کې ورته ایله څو ورځې کار پیدا کېږي او نور بې کاره وخت تیروي.

دی وايي، کورنۍ يې له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده، ځکه کار نه شته، نو د کورنۍ لګښت به له څه شي پوره کړي؟

لایق حسن د طالبانو له حکومت غواړي چې د ټولنې له غریبو او بې وسه کسانو سره مرستې وکړي.

بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي وايي، دوی حکومتي بنسټونو او نورو لویو او مهمو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي، تر څو خلکو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

د خوست د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالرحیم وویل: "د خوست د اوسېدونکو لپاره مو بار، بار کوښښ کوو چې هغوی لپاره خامخا یو څه پیدا کړي، یو ښه هغه پیسې دي، چې په نړیوالو بانکونو کې کنګل شوي دي، که خلاصې شي نو ډېر به ښه وي، که نه موږ د ټولو مهمو موسساتو سره په اړیکه کې یو، تر څو د خلکو لپاره یو څه برابر شي. "

د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي يې په روان ژمي کې له لوږې سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام هم یو میاشت مخکې ویلي وو، چې دا مهال نېږدې ۲۳ میلیونه افغانان لوږه ګواښي او دا مهال افغانستان د نړۍ له تر ټولو بد بشري کړکیچ سر مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG