د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې ۲۳ میلیونه کسان ورځني خواړه نه لري


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز هم د نومبر پر ۱۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز هم د نومبر پر ۱۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي له رارسېدو سره سم په افغانستان کې د غذايي بې امنیتۍ د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې مري ایلین مک ګرووارتي پر ټویټر په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسانو ته ورځني لازم خواړه نه رسېږي.

نوموړې زیاته کړې، "نن په افغانستان کې له سخت ژمي سره مخامخ یو، ډېری خلک چې ما لیدلي راته ویلي یې دي چې د ژمي له راتلو څخه وېرېږي ځکه د غذايي موادو بیې لوړې شوي، د سونګ موادو بیې لوړې شوې او کارونه هم نه شته."

د دې په وینا، دې خلکو زیاته کړې چې دوی په دې نه پوهېږي چې له دې ژمي به څنګه تېرېږي.

د سره صلیب نړيوالې کمیټې مشر پیتر ماوریر هم د نومبر پر ۱۹مه له اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ورته خبرداری ورکړی دی.

ماوریر وویل چې په افغانستان کې د بشري بحران نښې پر راڅرګندېدو دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز هم د نومبر پر ۱۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی.

ډیبرا لاینز د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې وروسته، نیویارک کې خبریالانو ته وویل، افغانان نه یوازې له یوه سخت ژمي سره مخ دي، بلکې د خوراکي توکو له کمي او د اقتصادي سقوط په درشل کې دي.

د مېرمن لاینز په خبره، بشري مرستې اړینې دي، خو وخت کم دی او له افغانستان سره شوې مرستې هم بسنه نه کوي.

هغې په اوسني حال کې د افغانستان د یوازې پر‎ېښودو د بدو پایلو په اړه هم خبرداری ورکړ.

نوموړې زیاته کړه، "د نړیوالې ټولنې له‌خوا له افغانستان سره د یوه معتدل او رغنده ګډون پرته به، اقتصادي وضعیت بدتر او تر خوا به یې بې‌وزلي او بنسټ‌پالنه زیاته شي."

د دې په وینا، طالبان هم باید د خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې اندېښنو ته په ځواب ویلو سره خپل مسوولیت ادا کړي.

دې وویل، "موږ ټول پوهېږو چې د اقتصادي او ټولنیز سقوط د مخنیوي لپاره څه اړین دي. موږ اړتیا لرو چې د میلیونونه افغانانو د ستونزو او په سیمه کې د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره د لارو چارو د موندلو لپاره کار وکړو."

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد مشال راډیو ته وویل، "موږ ژمنه کوو، هغه هوډ چې موږ کړی، عملي به یې کړو، خو له موږ سره باید همکاري وشي."

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې ډېره هڅه پیل کړې چې د نړیوالې ټولنې باور خپل کړي، خو که څه هم د دوی په خبره، اړیکې یې له نړۍ سره مخ په ښه کېدو دي، مګر لا یې هم حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG