د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د مړو شویو شمېر اته لکه ته ورسېد


د امریکا د ټېکسس ایالت په یوه روغتون کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د مړ شوي کس جسد پروت دی - انځور له ارشیفه
د امریکا د ټېکسس ایالت په یوه روغتون کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د مړ شوي کس جسد پروت دی - انځور له ارشیفه

د امريکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، په هغه هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې د مړو شمېر اته لکه ته ورسېد.

د امريکا ولسمشر جو بایډن د ډېسېمبر پر ۱۴مه دا شمېر یو "غمناک پړاو" په توګه یاد کړ او له ناواکسین شویو کسانو څخه يې وغوښتل چې ځانونه دې واکسين کړي او زیاته یې کړه چې واکسين شوي خلک دې يوه اضافي ستن ولګوي.

په امريکا کې شاوخوا ۲۰۰ مېليونه کسان په بشپړ ډول واکسین شوي چې د ټولې ابادۍ ۶۲ فيصده برخه جوړېږي.

په امريکا کې تر بل هر هېواده زیات کسان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې مړه شوي دي.

بلخوا په پاکستان کې په تېر شواروز کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ څلور کسان وژلي دي چې ورسره په هغه هېواد کې تېر کال په مارچ کې د وبا له پیل راهیسې د مړو شمېر ۲۸،۸۴۳ ته ورسېد.

د کورونا وايرس په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼې د ډېسېمبر پر ۱۵مه نېټه ليکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۳۷۰ پېښې ثبت شوي دي چې ورسره د ۲۰۲۰ز کال له فېبرورۍ راهيسې د ټولو وړجنو کسانو شمېر شاوخوا ۱۲ لکه ۹۰ زره ته رسېدلی، خو تر ۱۲ لکه ۵۱ زره زيات کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

په عین وخت کې په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ واکسیني بهیر هم روان دی او له حکومتي شمېرو سره سم، د ډېسېمبر ۱۵مې تر سهاره شاوخوا پینځه کروړه ۸۰ لکه کسان بشپړ واکسین شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG