د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخاباتي کمیشن کې د ګوند رجسټرولو پیمانه؟


بنو کې د پاکستان جمهوري تحریک د یوې ولسي غونډې تصویر
بنو کې د پاکستان جمهوري تحریک د یوې ولسي غونډې تصویر

د پاکستان انتخاباتي کميشن وايي چې د اتو نووو سیاسي ګوندونو له رجسټرېدو سره په هغه هېواد کې د سیاسي ګوندونو شمېره ۱۳۵ته ورسېده.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه یاد کميشن په خپله ويب پاڼه د نوو سیاسي ګوندونو په اندراج سره تازه فهرست جاري کړی دی.

دغو نویو ګوندونو د عوامي تحریک، پاکستان محافظ پارټي، قومي عوامي تحریک پاکستان، پاکستان تحریک اتحاد، فرسټ ډيموکريټک فنډ، پاکستان پيپلز الاينس، پاکستان عام ادمي مومنټ او د کسان اتحاد په نومونو کميشن سره رجسټريشن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د پاکستان نيږدې ۱۶ سیاسي ګوندونه په پارلیمان کې غړي لري او په تېرو څو لسیزو کې تر ۲۴ پورې سیاسي ګوندونو په انتخابي سیاست کې برخه اخيستې ده.

خو په انتخاباتي کمیشن کې د سیاسي ګوندونو د رجسټرولو د څانګې ډيپټي ډایريکټر خوشحال زاده وايي چې په انتخابي سیاست کې د برخه اخیستو او یا نه اخيستو باوجود د آیین د ۱۷مې مادې له مخه سیاسي ګوند جوړول د هر پاکستاني بنیادي انساني حق دی. د ده په خبره هر پاکستانی وګړی چې مطلوبه لوازمات ولري سیاسي ګوند جوړولی شي.

"د ۲۰۱۷ز کال د قانون له مخه د سیاسي ګوند جوړولو لپاره به متعلقه کس د دوه زره غړیو فهرست سره سره د ګوند د مجلس عاملې فهرست جمع کوي، له دې علاوه بانکي کاتې (اکاونټ، حساب)، او له یوه چارټرډ اکاونټه د هغه حساب کره کتنه، دوه لکه روپۍ نه واپس کونکی فیس او د ګوند منشور به هم کميشن کې جمع کوي، بیا کمیشن د دې هر څه جاج واخلي او د سیاسي ګوندونو په فهرست کې يې واچوي او یوه انتخابي نښه ورته جاري کړي."

د ''سیاسي ګوندونه او جمهوريت'' کتاب ليکوال ډاکټر جارګ لانزارو ليکي چې په نړۍ کې د نولسمې پېړۍ پرمهال د درېوو مقصدونو لکه طاقت، ازادي او جمهوري اقدارو د پیاوړتیا په موخه په تواتر سره د سیاسي ګوندونو جوړېدل پیل شول، او دا اهداف په پارليماني او انتخابي سیاست کې د برخې اخیستو له مخه ترلاسه کېدای شي. خو په پېښور پوهنتون کې د پاکستان سټدي سېنټر چيېرمين پروفيسر فخرالاسلام بیا په دې اند دی چې د غربي نړۍ له سیاسي جغرافيي ثابتېږي چې د لږو سیاسي ګوندونو شتون د جمهوري ادارو په پیاوړتیا تمامېږي.

"د نړۍ په کومو کومو هېوادونو کې چې جمهوریت پیاوړی دی او مخ پر ترقۍ دي نو په هغو هېوادونو کې د سیاسي ګوندونو شمېره کمه ده لکه د بېلګې په توګه په امریکا، برېتانيا، کېنيډا او جرمني کې د ګوتو په شمېر سیاسي ګوندونه دي خو په دغو هېوادونو کې جمهوري ادارې پیاوړي دي، زما په اند چې کله پاکستان کې جمهوري ادارې پیاوړې شي نو د سیاسي ګوندونو شمېره به هم کمه شي."

خو د تحریک درويشان پاکستان نوي سیاسي ګوند مشر صلاح الدین مشال راډيو سره په خبرو کې د ګوند د جوړولو بنیادي مقصد د جمهوري ادارو پیاوړتیا نه بلکې په هغه هېواد کې د درغلۍ خاتمه یاده کړه.

"زموږ بنیادي مقصد په پاکستان کې د کرپشن خاتمه ده د هغې لپاره زموږه تګلاره د امانت داره او دیانت داره کانديدانو پارلیمان ته استول دي، چې د پاکستان د ترقۍ لپاره کار وکړي."

سیاسي شنونکي په دې اند دي چې د پیاوړي جمهوریت لپاره په تسلسل سره د جمهوري ادارو فعالیت لازمي دی او که دا تسلسل مات شي نو د ښه حکومتدارۍ هدف نه شي ترلاسه کېدای. د غیر دولتي ادارې فافين د ايګزيکټيو کونسل غړې نصرالله خان وايي چې له بده مرغه په پاکستان کې د پرله پسې پوځي کودتاګانو له امله سیاسي او جمهوري ادارو وده ونه کړه.

"په پاکستان کې د جمهوري عمل تسلسل بیا بیا مات شوی دی، که دا عمل فطري پرمختګ ته پرېښودل شوی وی نو ممکنه ده چې دا مهال به په پاکستان کې دوه یا درې سیاسي ګوندونه وو، له بده مرغه د بیا بیا مارشل لاګانو له امله حکومتونو او جمهوري ادارو خپله آییني موده پوره نه کړه او انتخابي عمل هم باقاعده تر سره نه شو."

د پاکستان سټدي سېنټر مشر پروفیسر فخرالاسلام وايي چې ګڼ ګونديزه سیاسي جغرافیه د جمهوریت ښکلا ده او که د هر فکر او نظریي خلک په سیاسي توګه خپلې مفکورې پرمخ وړل پیل کړي نو په ټولنه کې به د تشدد جرړې کمزورې او د مذاکرې دود پیاوړی شي.

XS
SM
MD
LG