د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: پي ټي اېم بیا بیا د عدالت پرته د وژنو پرضد غږ پورته کړی


منظور پښتین: پي ټي اېم بیا بیا د عدالت پرته د وژنو پرضد غږ پورته کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:59 0:00

پښتون ژغورنه غورځنګ په بیا بیا وايي چې په پاکستان کې له پښتنو سره د ریاستي او حکومتي ادارو لخوا توپیري چلند کېږي، د دې بیانيي لپاره دغه سازمان په کراچۍ، کوټه، قبايلي ضلعو او د خيبر پښتونخوا په نورو سیمو کې دله عدالته لیرې د پښتنو د مبینه وژنو  پېښې او په زوره د لادرکه شویو کسانو قضیې د ثبوت په توګه وړاندې کوي. دا راز د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې د امنيتي ادارو لخوا د پښتنو پروفايلنګ هم دوی د توپیري چلند په زمره کې بیانوي. بلخوا د پاکستان امنيتي ادارې او حکومت دا ډول تورونه ردوي او وايي چې د هېواد له ټولو وګړو سره د ايين مطابق يو شان چلند کوي. د مشال راډیو همکار مجيد بابر په دې اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره مرکه کړې.

XS
SM
MD
LG