د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسن اقبال: وزیراعظم عمران خان دې استعفا ورکړي


د مسلم ليګ (ن) يو مخکښ احسن اقبال
د مسلم ليګ (ن) يو مخکښ احسن اقبال

د اپوزیشن ګوند مسلم ليګ (ن) يو مشر احسن اقبال وايي، د پاکستان تحريک انصاف په حکومت کې قرضونه ډېر اخیستل شوي، اقتصاد خراب شوی او ګراني زياته شوې نو ځکه بايد وزیراعظم استعفا ورکړي.

نوموړي د ډېسېمبر پر اوومه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې له ځينو اپوزیشن ګوندونو جوړ پاکستان جمهوري تحريک به له اوسنيو حکمرانانو څخه خلاصون لپاره د مارچ پر ۲۳مه اسلام اباد ته لانګ مارچ کوي.

خو حکومت د اپوزیشن تورونه او غوښتنې ردوي او وايي، اپوزیشن سياستوالو د خپلو درغليو له کېسونو څخه پام اړولو لپاره شور جوړ کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG