د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت: پر ۱۹م دسمبر پر جماعتي بنیادونو بلدیاتي ټاکنې نشي کېدای


د خيبر پښتنوخوا ايډوکېټ جنرل شمايل بټ د نومبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وویل چې د بلدیاتي ټاکنو په اړه د موجوده قانون له مخې دا ټاکنې د دسمبر پر ۱۹مه ممکن نه دي. 
د خيبر پښتنوخوا ايډوکېټ جنرل شمايل بټ د نومبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وویل چې د بلدیاتي ټاکنو په اړه د موجوده قانون له مخې دا ټاکنې د دسمبر پر ۱۹مه ممکن نه دي. 

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي د دسمبر په ۱۹مه په جماعتي بنیادونو بلدیاتي ټاکنې کول ممکنه نه دي او د نومبر په ۳۰مه به په سپریم کورټ کې د دې ټاکنو په اړه اوریدنه کې هم دا دريځ وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خيبر پښتونخوا حکومت په دې بلدیاتي ټاکنو کې د کلیو او ښاري اطرافو ټاکنې پر غیر جماعتي بنیادونو د کولو اعلان کړی وو خو حکومت مخالف ګوندونه د دې پریکړې پرضد د پيښور هاي کورټ ته تللي وو.

د نومبر پر دويمه د پيښور هاي کورټ په یوه مختصره پریکړه کې ويلي وو چې په غیر جماعتي بنیادونو بلدیاتي ټاکنې کول به غیر ايیني وي او په جماعتي بنیادونو يې د ټاکنو کولو حکم کړی وو .

تر دې پریکړه وروسته د انتخاباتو کمیشن پر جماعتي بنیادونو د بلدیاتي ټاکنو د نيټې اعلان وکړ خو صوبايي حکومت د هاي کورټ د پریکړې پرضد سپریم کورټ ته درخواست ورکړ.

پر قاضي عمرعطا بندیال او قاضي سجاد علي شاه مشتمل د سپریم کورټ جرګګۍ د نومبر پر ۲۶مه د دې درخواست اورېدنه وکړه او د انتخاباتو کمیشن او نورو اړونده ادارو ته يې د نومبر پر ۳۰مه د حاضریدو امر کړی دی.

د خيبر پښتنوخوا ايډوکېټ جنرل شمايل بټ د نومبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وویل چې د بلدیاتي ټاکنو په اړه د موجوده قانون له مخې دا ټاکنې د دسمبر پر ۱۹مه ممکن نه دي.

شمایل بټ زیاته کړه، "د نومبر په ۳۰مه به د سپریم کورټ مخکې زموږ دا دريځ وي چې که حکومت غواړي هم خو دا ټاکنې په جماعتي بنیادونه نه شي کولای، دا اوس سپریم کورټ پورې اړه لري چې څه حکم کوي چې د ټاکنو نيټه منسوخ کوي او که صوبايي حکومت ته امر کوي چې په قانون کې بدلون وکړي."

هغه وویل، که موږ ته يې په قانون کې د بدلون حکم راکړ نو بیا به موږ قانون بدلوو خو دا قانوني بدلون به وخت اخلي نو ځکه به ټاکنې ځنډيږي.

د شمایل بټ په وینا، " که سپریم کورټ زموږ دا دريځ ونه منلو ،نو بیا خو د ټاکنو د نيټې اعلان شوی دی ، ټاکنې به په مقرره وخت وشي."

د نومبر په ۲۶مه په سپریم کورټ کې د پیښور هاي کورټ د پریکړې پر ضد د خيبر پښتونخوا د حکومت د اپیل د اووریدنې پر مهال عدالت په دې لړ کې د عوامي نيشنل ګوند خوشدل خان ايډوکيټ او د سپریم کورټ بار کونسل پخواني مشر او د جمعیت العما اسلام ف ډلې سینيټر کامران مرتضي عدالتي معاون مقرر کړي دي.

عدالت له دوی غوښتنه کړې ده چې له ګونديزو او سیاسي ګټو پرته دې د عدالت رهنمايي وکړي.

کامران مرتضی د نومبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وویل چې په موجوده حالاتو کې د بلدیاتي ټاکنو کيدل مشکوک ښکاري.

ده وویل، "پيښور هاي کورټ په خپله پریکړه کې دوه خبرې کړې دي ، یوه دا چې په جماعتي بنیادونو دې وشي او دويمه دا چې په موجوده اعلان شوې نيټه دې وشي ، نو په جماعتي بنیادونو د کولو خبره خو د ايین د ۱۷مې مادې مطابق صحیح ده ، خو په موجوده اعلان شوې نيټه دا ټاکنې ځکه ممکنه نه دي چې په صوبه کې مطلوبه قانوني نظام نشته."

د ده په وینا، دا ځکه چې صوبايي حکومت په قانون کې بدلون ته ضرورت لري او د دې لپاره اوس صوبایي حکومت ته وخت پکار دی.

په پیښور هاي کورټ کې په غیر جماعتي بنیادونو د بلدیاتي ټاکنو پرضد عوامي نيشنل ګوند، جمعیت العلما اسلام ف او جماعت اسلامي درخواست ورکړی دی او اوس هم دغه ګوندونه په سپریم کورټ کې په دې مقدمه کې فریق دي.

د بلدیاتو پخواني صوبايي وزیر او د جماعت اسلامي غړي عنایت الله خان د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وويل چې د ټاکنو کولو یا نه کولو اختیار باید د انتخاباتي کمیشن سره وي او سیاسی ګوندونو له نه ده پکار چې په یو او بله پلمه د ټاکنو مخه ونیسي.

ده وویل، که انتخاباتي کمیشن دا ټاکنې کولې شي او هغوي د دې لپاره مطلوبه قانوني انتظامات کولې شي نو دا د هغوي اختیار دی.

ده زیاته کړه، "د عدالتونو هم دا پریکړې دي او د وخت تقاضه هم دا ده .چې د ولس د خدمت لپاره د بلدیاتي نظام حکومت سخت ضرورت دی."

د انتخاباتو کميشن يو چارواکي سهیل احمد د نومبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل، دوی تیارۍکړې دي، حتمي انتخابي فهرستونه او انتخابي نښې یې جاري کړې دي.

د ده په وینا، د بلدیاتي ټاکنو پر مهال به د امنیت چارې پوليس پر مخ وړي.

ده وویل، "دا مهال د ۶۶ تحصیل چيرمينانو او مييرانو څوکيو لپاره د ۱۰۰۵ اميدوارانو د ټاکنو لپاره د انتخابي پرچیو د چاپ کار روان دی،‌ د کليو او ښاري اطرافو د ټاکنو لپاره به د انتخابي موادو د چاپ کار له دې وروسته کيږي."

سهېل احمد زیاته کړه چې د ټاکنو لپاره د مطلوبه شیانو زیاته برخه د مختلفو ظلعو انتخابي مرکزونو ته رسیدلې ده او د ضلعي ریټرننګ افسرانو روزنه هم سر ته رسېدلې ده.

د ده په وینا، د دې تر څنګ دا مهال د هغه انتخابي عملې د روزنې کار روان دی چې په انتخابي مرکزونو کې به ګمارل کيږي.

د انتخاباتو کميشن په خبره د دسمبر پر ۱۹مه کيدونکو بلدیاتي ټاکنو کې به د جنرل کونسلرانو څوکیو لپاره د څه د پاسه ۲۰ زرو امیدوارانو ، د ښځو د څوکيو لپاره د څه کم ۷۰۰۰ ، د زلمو د څوکيو لپاره د نیږدې ۷۰۰۰، د مزدور کسان څوکيو لپاره څه کم ۵۰۰۰ او د اقلیتونو د څوکيو لپاره به څه د پاسه ۲۰۰۰ اميدوارانو تر منځ مقابله وي.

XS
SM
MD
LG