د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټریا کې د کویډ-۱۹ وبا مخنیوي لپاره بشپړ ټولبند لګېدلی


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

په اسټریا کې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د نومبر پر ۲۲مه په مکمله توګه ټولبند لګول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې خلک د نویو محدودیتونو خلاف احتجاجونه او مظاهرې کوي.

اسټریا (اتريش) چې اته اعشاریه نهه ملینه ابادي لري، ولس ته یې یوازې د ضروري کار لپاره د وتلو، په دوکانونو کې د اړینو سامانونو اخیستو او د ورزش اجازه ده خو رېسټورانونه، شرابخانې او نايان، تیېټرې او غیرضروري دوکانونه به بند وي.

دا محدودیتونه به د ډیسېبمبر تر ۱۲مې وي او چارواکي وايي چې ۱۰ ورځې پس به دې اقداماتو ته بیا کتنه کوي. د دې محدودیتونو خلاف په ویانا کې د تیرې اوونۍ په پای کې له ۳۰ زرو زیات کسان لارو کوڅو ته د احتجاج په توګه راوتي وو. دغسې شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو په لینز ښار کې احتجاج وکړ.

د تیرې اوونۍ په پای کې د اروپا په نورو برخو کې هم پرتشدده احتجاجونه وشول.

د هالېنډ په ګڼو ښارونو کې د نومبر پر ۲۱مه هم احتجاجونو دوام درلوده. دغه احتجاجونه درې شپې په دوامداره توګه وشول. د دې ترڅنګ د بیلجیم په برسلز ښار کې هم د نومبر پر ۲۱مه د کورونا وایرس مخنیوي اقداماتو خلاف په احتجاجونو کې د تشدد پېښې وشوې. په دې احتجاج کې شاوخوا ۳۵ زره کسانو برخه اخیستې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG