د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر خاصه دارو کورنۍ هم د بندوبستي ضلعو غوندې شهدا پېکېج غواړي


د ۲۰۱۴ز کال په دې انځور کې د باجوړ لېویز سرتېري په وسله وال برید کې د خپل وژلي ملګري جسد ته د درناوي لپاره ولاړ دي
د ۲۰۱۴ز کال په دې انځور کې د باجوړ لېویز سرتېري په وسله وال برید کې د خپل وژلي ملګري جسد ته د درناوي لپاره ولاړ دي

په خیبر ضلع کې د ترهګرۍ په مختلفو پېښو کې وژل شویو خاصه دارو کورنۍ غړي وايي، دوی ته هغه مراعات ور نه کړل شول لکه د بندوبستي ضلعو د وژل شویو پولیسو کورنیو ته چې ورکورل کېږي.

دوی وايي د پولیټیکل ایجنټ له خوا به ورته میاشتنۍ معاوضه ورکول کېده چې کله نه فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډه شوې نو هغه معاوضه هم ورسره ختمه شوې.

د خیبر د وژل شویو خاصه دارو د کورنیو کمیټې مشر پروېز مشال ریډیو ته وايي، یو زوی یې په ۲۰۱۴ کې وژل شوی دی خو دوی ته د شهید پېکېج نه ورکول کېږي: ((موږ هغه پېکېج غواړو چې کوم د بندوبستي ضلعو پولیسو، پوځي سرتېرو او ملېشه ځواک کسانو ته ورکول کېږي، د هغوی بچو ته د صحت او تعلیم په شمول هر ډول سهولت ورکول کیږي خو زموږ بچي ترې محرومه دي، پخواني نظام کې به پولیټیکل ایجنټ یوې کونډې ته لس زره او د هغې هر بچي ته دوه زره روپۍ میاشتنۍ وظیفه ورکوله خو اوس هغه هم بنده شوې ده، زموږ بچي له ډېر مشکل سره مخ دي.))

د خیبر ضلعې پولیسو ویاند ظهیر اپرېدی وايي په ۲۰۱۸ز کال چې چې فاټا په خیبر پښتونخوا کې شامله شوه نو له هغې پس خاصه دارو ته د پولیسو حیثیت ورکړل شو په هغه وخت کې ورته د قبایلي سیمو شهید پېکېج ورکړل شوی او اوس چې په دې نوي نظام کې کوم پولیس ووژل شي نو د بندوبستي ضلعو د پولیسو برابر شیهد پېکېج به ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي په پخواني نظام کې چې دوی خاصه دار وو، نو هغه مهال د شهید یوې کورنۍ ته په درېوو مرحلو کې لږ تر لږه پینځوس لکه روپۍ ورکړل شوي دي، بیا چې فاټا ضم شوه او دا ټول پولیسو شول نو له هغې وروستو په خیبر کې لږ تر لږه شپږ تنه پولیسو شهیدان شوي او کورنیو ته یې پوره شهید پیکج یاني یو کروړ روپۍ یوې کورنۍ ته ورکړل شوي، نو د پخوانیو خاصه دارو ته د موجوده پولیسو په شان د یو کروړ روپو پیکج ورکولو پولیسو محکمې سره څه بندوبست نشته،په دې باندې د افسرانو مشورې او غونډې شوي خو لا تر دې مه یې څه نتیجه نه ده ورکړې.

د خیبر ضلعې پولیسو مشر ظهیر اپریدی زیاتوي په تېره یوه لسیزه کې تر اوسه خوا وشا ۹۸ خاصه دار او د لیویزځواک سرتېري وژل شوي دي.

د یوې اندازې مطابق دا مهال په ټولو قبایلي ضلعو کې څه باندې ۲۸ زره خاصه دارو او لېویز ځواک کسان موجود دي چې اوس یې تربیت روان دی او په مرحله واره توګه یې پولیسو کې شاملوي.

XS
SM
MD
LG