د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: اپوزېشن انتخاباتي اصلاحات نه مني


 د پي ډي اېم مشر او د جمعیت علماء اسلام مرکزي امیر مولانا فضل الرحمان په ملک کې د ګرانۍ خلاف په کوټه کې جلسې ته وینا کوي: ۲۰۲۱، ۱۷م نومبر
د پي ډي اېم مشر او د جمعیت علماء اسلام مرکزي امیر مولانا فضل الرحمان په ملک کې د ګرانۍ خلاف په کوټه کې جلسې ته وینا کوي: ۲۰۲۱، ۱۷م نومبر

د پاکستان جمهوري تحریک (پی ډي اېم) تر سیوري لاندې په ملک کې د ګرانۍ پرضد نن په کوټه کې یوه احتجاجي غونډه وشوه چې پکې د یاد تحریک سیاسي کارکنانو د خپلو ګوندونو جنډۍ په لاس په لوی شمېر کې ګډون کړی وو او د اوسني حکومت خلاف یې نارې وهلې.

دې احتجاجي جلسې ته د پي ډي اېم مشر او د جمعیت علماء اسلام مرکزي امیر مولانا فضل الرحمان، د پښتونخواملي عوامي ګوند چیرمین محمود خان اڅکزي، د بلوچستان نیشنل ګوند مشر او پخواني اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ د مسلم لیګ ن ډلي مرکزي مرستیال مشر سردار یعقوب خان ناصر د بلوچستان نیشنل ګوند مرستیال مشر ملک عبدالولي کاکړ ویناګانې وکړې.

پر دې مهال مولانا فضل الرحمان وویل چې دوی دغه ملک او ادارې چلول غواړي نو پکار ده چې ادارې هم په خپل ایني حدود کې دننه کار وکړي.

نوموړي پر حکومت سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې عمران خان له ولس سره وعده کړې وه چې بې روزګارځوانانو ته به نه یوازي یو کروړ نوکریاني ورکوي بلکه د ملک معاشي حالت به داسې جوړکړي چې خلک به له نورو هېوادو څخه د کار لپاره پاکستان ته راځي، نوموړي زیاته کړه بهرنیان خو د کارونو لپاره نه دي راغلي یوازې د سټېټ بېنک ګورنر راغلی دی ځکه چې هغه په بهرنيو هېوادونو کې مالي ورانی کړی دی.

د پي ډي اېم مشر وویل، نن چې کوم قوانین په قامي اسمبلۍ کې د منظورۍ لپاره وړاندې کېږي په هغه کې یو سټېټ بېنک هم شامل دی چې د ده په وینا تر نوي قانون لاندې به د ای اېم ایف په کنټرول کې راشي.

مولانا فضل الرحمن یوځل بیا دا خبره تکرار کړه چې په درغلۍ راغلی اوسنی حکومت په ملک کې د راتلونکې انتخاباتو پرمهال یوځل بیا داندلۍ (درغلۍ) ته لار خلاصول غواړي او په دې هڅه کې دی چې راتلونکې انتخابات د الیکټرونیک مشین له لارې وکړل شي خو حزب اختلاف به دانتخابي اصلاحاتو په نامه یو بدلون هم و نه مني.

د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې ولس ته د ۵۰ لکو کورونو ورکولو دعوېدارانو ولس نه یوازې بې کوره کړی دی بلکې د ځینو کورونه یې هم نړولي دي.

هغه پرولس ژغ وکړي چې حزب اختلاف په دې مشکل وخت کې له ولس سره ولاړ دی او خپلي هلي ځلي به ترهغه وخت پوري روانې وساتي چې ترڅو یې دغه حکومت له اقتداره نه وي لیرې کړی خو د ججانو له لوري چې کوم بیانونه را غلي دي نو په داسې صورت کې ښه خبره دا ده چې حکومت خپله اقتدار پرېږدي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی په ملک کې د ګرانۍ خلاف په کوټه کې جلسې ته وینا کوي: ۲۰۲۱، ۱۷م نومبر
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی په ملک کې د ګرانۍ خلاف په کوټه کې جلسې ته وینا کوي: ۲۰۲۱، ۱۷م نومبر

د ګرانۍ خلاف د کوټې دې جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل چې له بده مرغه د پاکستان بنیاد په درواغو ولاړ دی او دلته چې کوم خلک ډېر درواغ وايي، هغه ته ښه ویل کېږي ځکه چې دلته پر حق ویلو بندیز دی او چې څوک رښتیا خبره کوي نو پر هغه بیا د را د ایجنټ نوم ږدي او که بیا د آیین او قانون خبره کوې نو بیا امکان دي چې جیل ته هم ولاړ شي.

د اڅکزي په وینا چې د حکمرانو د ناسمو تګلارو له امله ملک د ډوبېدو پر لور روان دی او د دې یو لوی علت دا دی چې دلته د ولس ټاکل شوی حکومت نه دی راغلی.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر زیاته کړه پکار ده چې د اوسني حالاتو د جاج اخیستلو لپاره ګول میز کنفرانس راوبلل شي چې دغه ملک په سیاسی او معاشي توګه له بحران څخه وایستل شي.

د نوموړي په وینا چې یوازې د عمران خان په استعفا ستونځې نه هوارېږي، پکار ده چې یو نظام جوړ کړو او په هغه کې باید هره اداره خپل خپل کار وکړي، په جمهوریت او پارلېمان کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

کوټه کې د ګرانۍ پرضد د پي ډي اېم جلسه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00

محمود خان اڅکزي دا هم وویل چې په پاکستان کې یو خطرناکه لوبه روانه ده، یو اړخ ته تر یوه سازش لاندې د بلوچستان و غربي برخو ته ۸ کهربه روپۍ ورکول شوي او شمالي بلوچستان یاني د پښتنو برخې نظراندازه کړل شوي دي. دغه ډول له پاکستاني طالبانو سره خبرې روانې دي چې هغه پخلا شي خو له ناراضه بلوڅانو سره هېڅوک په خبرو کې دلچسپي نه ښکاره کوي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د پوځ پرضد نه دي بلکې پکار ده چې د پوځ په ګډون ټولي ادارې په خپله دایره کې کار وکړي او په پارلېمان او جمهوري ادارو کې لاسوهنه بنده کړي.

علي وزیر ولې بندي دی؟

محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل څوک چې توپک رااخلي او ګولۍ اوروي نو حکومت له هغوی سره مذاکرات کوي خو علي وزیر چې د خاندان ۱۷ کسان یې وژل شوي دي، هغه یې زنداني کړی دی. نوموړي وویل کېدای شي چې د ځینو خلکو به له پي ټي اېم سره اختلاف وي خو هغوی وسله نه ده راخیستې نو بیا ولې علي وزیر په جېل کې دی؟

د پي ډي اېم جلسې ته د وینا کولو پر وخت د بلوچستان پخواني اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ وویل چې ترڅو په ملک کې د آیین او پارلېمان بالادستي نه وي راغلې تر هغو به ولس د غربت او پسماندګۍ ښکار وي او له بده مرغه په ملک کې ګراني دومره زیاته شوې چې اوس خلک د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شوي دي.

د نیشنل پارټۍ مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په ملک کې د ګرانۍ خلاف په کوټه کې جلسې ته وینا کوي: ۲۰۲۱، ۱۷م نومبر
د نیشنل پارټۍ مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په ملک کې د ګرانۍ خلاف په کوټه کې جلسې ته وینا کوي: ۲۰۲۱، ۱۷م نومبر

مالک بلوڅ زیاته کړه چې په بلوچستان کې د انساني حقوقو څخه سرغړونه زیاته شوې ده او تعلیمي ادارې په اذیت خانو بدلې شوي دي، دغه ډول له چمن څخه نیولې بیا تر ګوادره پر تجارت بېلا بېل بندیزونه دي چې له امله یې ولس له بې روزګارۍ او غربت سره مخ شوی دی.

د مسلم لیګ ن مرکزي نایب صدر سردار یعقوب خان ناصر وویل چې د پي ډی اېم اوسنی تحریک یوازې د ولس په خاطر پیل کړل شوی دی چې موخه یې له درواغجن حکومته ځان خلاصول دي.

نوموړي پر عمران خان تور پوری کړ چې هغه د درواغ او دوکې له لارې اقتدار ترلاسه کړی دی ځکه چې د ده په وینا عمران خان تل ولس ته درواغ ویلي دي.

په ملک کې د ګرانۍ خلاف په کوټه کې د پاکستان جمهوري تحریک احتجاجي جلسه: ۲۰۲۱، ۱۷م نومبر
په ملک کې د ګرانۍ خلاف په کوټه کې د پاکستان جمهوري تحریک احتجاجي جلسه: ۲۰۲۱، ۱۷م نومبر

که څه هم پي ډی ایم بیا بیا پر اوسني حکومت تورونه لګوي خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې په ملک کې ګراني د پخواني حکومت د درغلۍ له وجې ده.

نوموړي د نومبر پر ۱۶مه نېټه په اسلام آباد کې د جهلم سړک د پرانیستو پر مهال پخواني وزیراعظم نواز شریف ته ګوته ونیوله او زیاته یې کړه کله چې په یوه هېواد کې حکمرانان په درغلۍ ککړ شي او پیسې له هېواده وباسي نو بیا په هغه هېواد کې دغه ډول ګراني راځي چې نن د پاکستان ولس ورسره مخامخ دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG