د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: په ګاډي کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي


کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د کابل ښار خوشحال خان مېنه کې یوې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي.

د طالبانو کورنیو چارو سرپرست وزارت ویاند ازادۍ رېډیو ته ویلي چې نن غرمه په یوه ګاډي کې مقناطیسي ماین چاودلې چې پکې سپاره دوه تنه ولسي وګړي یې ژوبل کړي دي.

تر اوسه د چاودنې مشخص هدف معلوم نه‌دی او مسولیت‌یې هم چا پر غاړه نه‌ دی اخیستی.

کابل کې وړمه ورځ په یوه ټونس ډوله ښاري موټر ورته چاودنه وشوه چې مسولیت‌ یې داعش وسله‌والې ډلې ومانه.

په هغې چاودنه کې چې د دشت برچي په سیمه کې وشوه د حمید سیغاني په نوم یو افغان خبریال هم ووژل شو.

طالبان داعش د ځان په وړاندې لوی ګواښ نه‌ ګڼي، خو دغې ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې پر سردار داوود خان روغتون ډله‌ییز برید وکړ او تر دې وړاندې یې په کندهار او کندز کې د جوماتونو دننه خونړي بریدونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG