د لاسرسي ځای

تازه خبر

لیبیا: د پخواني ډیکټېټر زوی سیف‌ الاسلام قذافي د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ دی


د لیبیا پخواني ډیکټېټر معمر القذافي د زوی سیف‌الاسلام قذافي
د لیبیا پخواني ډیکټېټر معمر القذافي د زوی سیف‌الاسلام قذافي

د لیبیا د ټاکنو کمېشن د راتلونکې میاشت ولسمشرۍ ټاکنو ته د پخواني ډیکټېټر معمر القذافي د زوی سیف‌ الاسلام قذافي د کاندېدو خبر ورکړی دی.

۴۹ کلن سیف‌الاسلام چې د نړیوالې جنایي محکمې له‌خوا د ۲۰۱۰ کال د پاڅون پر مهال د جنګي جرمونو په تور تر تعقیب لاندې دی، د راتلونکې میاشتې ولسمشریزو ټاکنو ته د خپل هېواد په جنوب کې د ټاکنو خپلواک کمېشن په دفتر کې د نوماندۍ اسناد وړاندې کړي دي.

د لیبیا د انتخاباتو عالي کمېشن د نومبر پر ۱۴مه نېټه په یوه بیان کې وویل چې سیف‌الاسلام د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د نامزدګۍ ټول قانوني شرایط پوره کړي دي.

د لیبیا پخواني ډیکټېټر معمر قذافي په ۲۰۱۱ کال کې د قهرجنو پاڅونوالو له‌خوا ووژل شو او ۴۰ کلنه واکمني یې پای ته ورسېده، چې ورپسې یې زوی سیف‌الاسلام هم یوې وسله‌والې ډلې بندي کړی وو.

سیف‌الاسلام د ۲۰۱۷ کال په جون کې تر پینځه کلني بند وروسته پرېښودل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG