د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چېک جمهوریت کې د یوغور مسلمانانو نړیوال کنفرانس پیل شوی


د چین خپلواکې سیمې سینکیانک د یوغور په کاشغر ښارګوټي کې خلک د کوچني اختر لمانځه ته درومي: ۲۰۱۷، ۲۶م جون
د چین خپلواکې سیمې سینکیانک د یوغور په کاشغر ښارګوټي کې خلک د کوچني اختر لمانځه ته درومي: ۲۰۱۷، ۲۶م جون

د یوغوریانو نړیوال کانګرس په نوم یوې ټولنې نن د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې درې ورځنۍ غونډه پیل کړې.

دې ټولنې په یوه بیان کې ویلي چې په کنفرانس کې به له څه د پاسه ۲۵ هېوادونو څخه له ۲۰۰ زیات یوغور استازي ګډون کوي.

د نومبر پر اتمه په بیان کې راغلي، د میلیونونه یوغوریانو د بندي کولو او ورسره د ناوړه چلند په غبرګون پر چین نړیوال فشار د زیاتېدو په حال کې دی.

بیان وايي، دا د ترک نسله یوغوریانو، ترکستانیانو او قازقانو تر ټولو لویه نړیواله غونډه ده. د غونډې پر لومړۍ ورځ د یوغوریانو د حقونو د محاسبې تر سرلیک لاندې بحثونه کېږي او دوه ورځې نورې به د یوغوریانو د نړیوال کانګرس کمېټۍ د خپلو فعالیتونو تفصیل ورکوي او همداراز به د ټولنې انتخابات هم کېږي.

بیان زیاتوي، دا کنفرانس د یوغوریانو د بشري حقونو او جمهوریت مرکز، او د بشري حقونو لپاره د فورم په نوم د چېک جمهوریت ناحکومتي سازمان په ګډه تنظیم کړې ده.

د امریکا په ګډون یوشمېر غربي هېوادونه تور پورې کوي چې چین په سېنکیانګ کې لکونه یوغوریان په حراستي کیمپونو کې ساتلي دي او "غیرانساني چلند" ورسره کوي.

د اکتوبر پر ۲۱مه ۴۳ هېوادونو په یوه پرېکړه لیک کې له چینه وغوښتل چې د بشري حقونو څارونکي د یوغور مسلمانانو حراستي کیمپونو ته پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سېنکیانګ کې په حراستي کیمپونو کې شاوخوا دوه میلیونه یوغوریان او نور لږکي بندیان دي. واشنګټن همداراز، پر چینايي چارواکو تور پورې کړی چې د یوغوریانو او نورو ډلو "توکموژنه" کوي. خو بیجینګ دا تورونه رد کړي او هغه کیمپونه د "بیاښوونې او بیاروزنې" مرکزونه بولي. چین همداراز وايي، په سینکیانګ کې "پرمختیايي کارونه روان" دي او اوسېدونکي یې له "ازادیو برخمن" دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG